اداریه ۳۱ مئی ۲۰۲۶

مئی-۳۱-۱۹۳۵: د کوټې قیامت، هغه سبق چې لا هم نیمګړی دی

مئی-۳۱-۱۹۳۵: د کوټې قیامت، هغه سبق چې لا هم نیمګړی دی

(ځانګړې لیکنه: سید انور شاه)

د ۱۹۳۵م کال د مئي ۳۱مه شپه د بلوچستان د مرکز کوټې په تاریخ کښې هغه تور باب دی چې نن هم که تصور شي، زړه ولړزوي. د شپې شاوخوا ۲ بجې او ۳۳ دقیقې راغلې سختې زلزلې په څو شېبو کښې یو اباد ښار د کنډوالو په ډېران بدل کړ. دې طبیعي افت نه یوازې زرګونه انسانان له منځه یووړل، بلکې د یوه ټول خطې ټولنیز او ښاري جوړښت یې هم د تل لپاره بدل کړ.

د تاریخي ریکارډ له مخې د دې زلزلې شدت شاوخوا ۷.۷ ریکټر اسکیل ثبت شوی و، په داسې حال کښې چې د مړو شمېر له ۳۰ زرو تر ۶۰ زرو پورې ښودل کېږي. هغه وخت نه په کوټه کښې هسکې او لوړې ودانۍ وې، نه د ځمکې لاندې تهه خانې او پارکینګونه، او نه هم عصري تعمیراتي جوړښتونه؛ خو بیا هم د انساني زیان کچه دومره لوړه وه چې تر نن ورځې یې بشپړ جبران ممکن نه دی شوی.

په لیکنو کښې عیني شاهدان او تاریخي اسناد ښيي چې د ځمکې له لړزېدو سره سم په ښار کښې د چیغو، دوړو او کنډوالو داسې منظرې جوړې شوې چې د انساني تاریخ له تر ټولو دردناکو صحنو څخه شمېرل کېږي. مستونګ، قلات او نورې نږدې سیمې هم د دې تباهۍ تر اغېز لاندې راغلې او ټوله سیمه د څو ورځو لپاره فلج پاتې شوه.

خو پوښتنه نن هم پر خپل ځای پاتې ده: ایا موږ څه زده کړي؟

له نهو لسیزو زیات وخت تېرېدو باوجود، په کوټه او د بلوچستان په نورو ښاري مرکزونو کښې د ښاري منصوبه بندۍ او تعمیراتي اصولو په اړه لا هم جدي پوښتنې شته. کارپوهان بیا بیا دې ټکي ته اشاره کوي چې دا سیمه د زلزلې په خطرناکه زون کښې پرته ده، چرته چې د هندوکش او نورو فالټ لاینونو زلزلې وخت په وخت محسوسېږي.

له دې باوجود، په ګڼو سیمو کښې غیر منظم تعمیرات، په کمزورو بنسټونو ولاړې ودانۍ، او په ځینو ځایونو کښې د اصولو خلاف منظور شوي نقشې د یوه لوی خطر نښه ځکه ګڼل کېږي چې، خدای مه کړه، که کومه غمیزه وشي نو زموږ سره د ژغورنې (ریسکیو) لپاره لازم آلات او وسایل هم په مطلوبه کچه موجود نه دي. دا وضعیت د هر لوی زلزلې په صورت کښې د انساني ژوند لپاره جدي خطر جوړېدای شي.

اړتیا: د ښار هر اړخیز سروې او سخت تعمیراتي اصلاحات

د ښاري منصوبه بندۍ او ډیزاسټر منېجمنټ کارپوهان په دې سلا دي چې د کوټې په شان حساس ښار لپاره باید بېړنی، هر اړخیز او غیر جانبداره سروې وشي. په دې سروې کښې:

د ټولو موجوده ودانیو ساختماني ارزونه
د غیر محفوظو او غیر معیاري تعمیراتو پېژندنه
د بلډنګ بای لاز (تعمیراتي قوانینو) بشپړ عملي کول
د نوو تعمیراتي نقشو د سختې منظورۍ نظام
او د زلزلې ضد تعمیراتو لازمي ګرځول شامل وي
له دې سره سره، په ښاري ادارو کښې د شفافیت او قوي احتسابي نظام پرته اصلاحات نیمګړي پاتې کېږي.

د نړیوال معیار پر لور سفر

د نړۍ ګڼ ښارونه چې پخوا د سختو زلزلو ښکار شوي وو، نن د نوې انجینرۍ او سختو تعمیراتي قوانینو په مټ خوندي ښاري مرکزونه ګرځېدلي دي. د کوټې لپاره هم همدا یوازینۍ لار ده چې داسې ښارونو په کتار کښې شامل شي چې د طبیعي افتونو باوجود د خلکو د ژوند د خوندي ساتلو وړتیا ولري.

اختتامي خبره۔

مئی-۳۱- ۱۹۳۵ یوازې یوه نېټه نه ده، بلکې یو تلپاتې سبق دی. پوښتنه دا ده چې ایا موږ دا سبق درک کړی، او که راتلونکی نسلونه به هم د کوم نوي سانحې وروسته همدا پوښتنه تکراروي؟