اداریه ۹ جون ۲۰۲۶

صحت پر ټیکس یا پر خلکو اضافي بوج؟

د بلوچستان حکومت له خوا د بلوچستان ریونیو اتھارټي (BRA) له لارې په شخصي طبي خدماتو دوه سلنه سروس ټیکس لګول د یوې مهمې عامه بحث موضوع ګرځېدلې ده. په ظاهر کې دا ټیکس د ډاکټرانو پر شخصي پریکټس لګول شوی، خو په حقیقت کې یې بار مستقیم پر ناروغانو پرېوځي، چې له وړاندې د ګراني، بې روزګارۍ او د درملنې د لوړو لګښتونو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د ریاست له اساسي مسؤلیتونو څخه دا ده چې خلکو ته روغتیا، تعلیم او نورې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي، او په ډېرو هېوادونو کې د روغتیا سکټور ته ځانګړي امتیازات ورکول کېږي، خو په بلوچستان کې چې یو وروسته پاتې صوبه ده، د روغتیا اسانتیاوې لا هم ناکافي دي. له لرې پرتو سیمو زرګونه ناروغان کوټې ته د ښه علاج لپاره راځي او د سفر، درملو او نورو اړتیاوو لپاره درانه لګښتونه زغمي. په داسې حالت کې پر شخصي کلینیکونو او روغتونونو د اضافي ټیکس لګول د درملنې لګښت نور هم لوړوي او تر ټولو زیات اغېز به پر کم عاید او منځني طبقې پرېوځي. حکومت وایي چې دا پرېکړه د قانون له مخې شوې ده، خو قانون جوړونه یوازې د عوایدو زیاتولو لپاره نه وي، بلکې د عامه ګټو د ساتنې لپاره هم وي، په ځانګړي ډول د روغتیا په شان اساسي اړتیا کې. بلوچستان له وړاندې د ډاکټرانو د کمښت، کمزوري روغتیايي نظام او محدودو خدماتو له ستونزو سره مخ دی، نو اړینه ده چې پر دې پرېکړه بیا غور وشي او د عوایدو نورې لارې ولټول شي، تر څو خلکو ته ارزانه او معیاري درملنه په لاسرسۍ کې پاتې شي، ځکه روغتیا عیش نه بلکې یو بنسټیز انساني حق دی.