تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

د عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت به د جون په ۲۱مه په قلعه سیف الله کې ولسي غونډه ترسره شي

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ضلعې په غونډه کې د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت د جون په ۲۱مه نېټه د قلعه سیف الله د فوټبال په لوبغالي کې د سترې ولسي غونډې د تیاریو جاج واخیستل شو. غونډې پرېکړه وکړه چې د جون په ۱۸مه به په کوټه کې د موټرسایکل لوی لاریون ترسره کېږي او د پروجکټرونو له لارې به د عثمان خان کاکړ ویناوې او سیاسي مبارزه خلکو ته وړاندې کېږي. مشرانو وویل چې زرګونه کسان او ګوندي فعالان به په دې غونډه کې ګډون وکړي او دا به د شهید رهبر د افکارو، جمهوریت، بشري حقونو او ملي مبارزې د نوي کولو څرګندونه وي.