تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

د محرم الحرام پر مهال په کوټه او ټول بلوچستان کې سخت امنیتي تدابیر، دفعه ۱۴۴ نافذه

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان حکومت د محرم الحرام ۱۴۴۸ هجري پر مهال د امنیتي ګواښونو، وروستیو ترهګریزو پېښو او د سولې او نظم د ساتنې لپاره په ټوله صوبه کې دفعه ۱۴۴ نافذه کړې ده. د کورنیو چارو محکمې د خبرتیا له مخې له لومړۍ تر لسمې محرم پورې به د مذهبي کرکې خپرول، پاروونکې ویناوې، فرقه ییز تبلیغات، د وسلو ننداره او نورې ګډوډوونکې کړنې په بشپړه توګه منع وي. امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د جلوسونو، مجلسونو او حساسو سیمو امنیت نور هم پیاوړی کړي. په کوټه کې پر ډبل سوارۍ بندیز لګېدلی او د جلوسونو پر لارو د ودانیو او لوړو ځایونو څارنه به هم سخته وي. حکومت له ولس او دیني عالمانو غوښتي چې د امن د ټینګښت لپاره له امنیتي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.