کوټه (ویب نیوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان ویلي چې د کانونو او معدني سرچینو په څېر پر ولسي شتمنیو او عامه سرچینو هر ډول قبضه د پښتنو او بلوڅو قومونو لپاره هېڅکله د منلو وړ نه ده. نوموړي په خپل بیان کې ادعا کړې چې واکمنه اشرافیه د ولسي سرچینو له نیولو سره خپلې ګټې خوندي کوي او ځايي خلک له خپلو اساسي حقونو محروم ساتي. احمد خان وویل چې پر ولسي سرچینو قبضه نه یوازې اقتصادي استحصال دی، بلکې د ولس او دولت ترمنځ واټن هم زیاتوي. هغه غوښتنه وکړه چې د معدني سرچینو په اړه هغه ټول قوانین او مسودې دې بېرته واخیستل شي چې د ځايي ولسونو د حقونو خلاف ګڼل کېږي، او خلکو ته دې پر خپلو طبیعي سرچینو بشپړ واک ورکړل شي.
