کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان په بېلابېلو دولتي ادارو کې کارکوونکو معلولو کسانو د بلوچستان وزیر اعلیٰ، چیف سیکرټري او نورو لوړپوړو چارواکو ته په یوه پرانیستي لیک کې د ځانګړي سفري الاونس د زیاتولو غوښتنه کړې ده. په لیک کې ویل شوي چې د ګرانۍ، د پټرولو د بیو لوړېدو او د ټرانسپورټ د لګښتونو د زیاتوالي له امله اوسنی الاونس بسنه نه کوي. معلولو کارکوونکو ویلي چې تېر کال فدرالي حکومت او نورو صوبو کې دغه الاونس زیات شوی و، خو بلوچستان کې دا اقدام ونه شو. دوی غوښتنه کړې چې د فدرالي حکومت په څېر دې په بلوچستان کې هم ځانګړی سفري الاونس له ۶ زره څخه ۱۰ زره روپیو ته لوړ شي، څو معلول کارکوونکي وکولای شي خپلې دندې په ښه او باوقاره ډول ترسره کړي.
