اداریه ۱۹ جون ۲۰۲۶

مننه نېشنل پارټۍ، مننه رحمت صالح بلوچ۔د چاپي رسنیو ساتنه؛ د بلوچستان د تاریخ او جمهوري راتلونکي غوښتنه

دا د هرکلي وړ خبره ده چې د بلوچستان د وزیراعلیٰ له لوري د الېکټرونیکي رسنیو د بیورو دفترونو د ژغورلو او د خبریالانو د روزګار د ساتنې لپاره هڅې روانې دي. بېشکه د رسنیزو ادارو ثبات او د خبریالانو اقتصادي خوندیتوب د حکومت مسؤلیت دی. خو له همدې زاویې یوه پوښتنه هم پر خپل ځای پاتې ده چې که د څو بیورو دفترونو د ساتنې لپاره اقدامات ضروري ګڼل کېدای شي، نو بیا له چاپي رسنیو سره تړلي زرګونه لوستي کسان، چې په هغو کې خبریالان، مدیران، کمپوزران، ډیزاینران، د چاپخونو کارکوونکي، د ورځپاڼو خرڅوونکي او نور کارکوونکي شامل دي، د هغوی د روزګار ساتنه ولې له پامه غورځول کېږي؟ له یوې خوا د څو لسګونو دندو د ژغورلو هڅه او له بلې خوا د زرګونو کورنیو د روزګار او یوې بشپړې تاریخي پانګې له خطر سره مخ کول، په هېڅ صورت د یوې هوښیارې تګلارې نوم نه شي اخیستل کېدای.

د بلوچستان چاپي رسنۍ یوازې د سوداګریزو ادارو مجموعه نه ده، بلکې د بلوچ او پښتون ملي مبارزې، سیاسي شعور، جمهوري ارزښتونو او فکري مقاومت تاریخي میراث دی. د ریاستي دورو څخه نیولې، تر برټش بلوچستان، د ون یونټ ضد غورځنګونو، د جمهوریت د بیا ټینګښت مبارزو او د صوبایي حقونو د غږ پورته کولو پورې، چاپي رسنیو تاریخي رول ادا کړی دی. د دغه میراث کمزوری کول یا یې شتون له خطر سره مخ کول، په حقیقت کې د یوه بشپړ تاریخ د سوځولو او له منځه وړلو مترادف عمل دی.

اړتیا دا ده چې په بلوچستان کې د چاپي رسنیو لپاره د اعلانونو او مالي مرستو هماغه فارمولا عملي شي چې د هېواد په نورو صوبو کې نافذ دی. د پرمختیایي بودجې له تناسب سره سم دې چاپي رسنیو ته مناسبه ونډه ځانګړې شي، څو ورځپاڼې اقتصادي پلوه پیاوړې پاتې شي او ولس ته د معلوماتو د رسولو لړۍ دوام ومومي. د بلوچستان ځانګړي شرایط او د هغه جغرافیایي او ټولنیز واقعیتونه له پامه غورځول او یو اړخیزې پرېکړې کول نه یوازې رسنیو ته، بلکې عامه ګټو ته هم زیان رسولی شي.

همدارنګه دا موضوع باید یوازې د کابینې تر غونډو او اداري پرېکړو محدوده نه پاتې شي. د بلوچستان اسمبلي، چې د صوبې د خلکو استازې او تر ټولو لوړ جمهوري فورم دی، باید په دې مسئله کې خپل روښانه دریځ خپل کړي. په اسمبلۍ کې دې د چاپي رسنیو د ساتنې، د بیان د آزادۍ او د حکومتي اعلانونو د شفاف وېش په ملاتړ متفقه پرېکړه لیک وړاندې شي، څو دا پیغام ورکړل شي چې د بلوچستان منتخب استازي د خپلو تاریخي رسنیزو ادارو د ساتنې لپاره یو موټی دي.

په دې موقع نېشنل پارټي او ټولې هغه سیاسي، مذهبي، ملتپالې او جمهوري ډلې د ستاینې وړ دي چې د چاپي رسنیو د ساتنې مسئله یې په جدي توګه واخیسته او په ملاتړ یې غږ پورته کړ. په ځانګړې توګه د بلوچستان اسمبلۍ د غړي رحمت صالح بلوچ له لوري د اسمبلۍ په شنه چمن کې د بیان د آزادۍ او د رسنیو د ساتنې لپاره د پرېکړه لیک د راوړلو اعلان، نه یوازې د چاپي رسنیو او خبریالې ټولنې، بلکې د ټولو جمهوري حلقو د احساساتو استازیتوب کوي.

نن اړتیا د ټکر او مقابله نه، بلکې د مشورې، شفافیت او انصاف ده. که د بلوچستان تاریخي چاپي رسنۍ وژغورل شي، نو په حقیقت کې به یوازې یوه رسنیزه صنعت نه، بلکې د صوبې ګډه حافظه، جمهوري دودونه او فکري میراث خوندي شوی وي. او که له پامه وغورځول شي، نو راتلونکي نسلونه به ښايي د دې پوښتنې ځواب لټوي چې د بلوچستان د صحافتي تاریخ د خاموشولو پرېکړه آخر چا او ولې کړې وه؟