پاکستان ۲۳ جون ۲۰۲۶

د بیلسټک میزایلو موضوع د مذاکراتو د اجنډا برخه هېڅکله نه وه: وزیراعظم شهباز شریف

(وېب نیوز)د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د بیلسټک میزایلو موضوع د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د اجنډا برخه هېڅکله نه وه. هغه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان د ایران او امریکا د تفاهم په بهیر کې د منځګړي رول ادا کړی او دا یوه لویه ډیپلوماتیکه لاسته راوړنه ده. هغه زیاته کړه چې د پاکستان او ایران اړیکې وروڼه او اوږدمهاله دي او دواړه هېوادونه تل په سختو شرایطو کې یو بل سره ولاړ پاتې شوي دي. د هغه په وینا د سولې په خبرو کې قطر، سعودي عرب او ترکیې هم مثبت رول لوبولی دی. په همدې غونډه کې د ایران ولسمشر وویل چې د پاکستان رول د ستاینې وړ دی او د دواړو هېوادونو اړیکې ځانګړې او ورورولي دي او راتلونکې کې به نورې هم پیاوړې شي. هغه ټینګار وکړ چې ایران به د خپل دفاعي میزایل پروګرام باندې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.