مقامی ۱۰ جولائی ۲۰۲۶

د مانګي ډیم پېښې پر ضد په سنجاوي کې د ټولو ګوندونو ستر احتجاجي لاریون

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز)د زیارت د مانګي ډیم د خونړي ترهګریز برید پر ضد د ټولو سیاسي ګوندونو په غوښتنه د سنجاوي په بازار کې ستر احتجاجي لاریون ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، قومي مشرانو، سوداګرو، ټولنیزو شخصیتونو او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون وکړ. لاریون د سنجاوي له بازار څخه پیل او د ښار له مهمو لارو تېرېدو وروسته مرکزي چوک ته ورسېد، چې هلته یې په پراخه کچه شعارونه ورکړل او وروسته احتجاجي غونډه ترسره شوه. ویناوالو د مانګي ډیم د ترهګریز برید سخته غندنه وکړه، د وطن لپاره یې د خپلو سرونو قرباني ورکوونکو شهیدانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت ټینګښت د وخت تر ټولو ستره اړتیا ده. هغوی له حکومته وغوښتل چې د ناامنۍ عوامل له منځه یوسي، د پېښې عاملین ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري او اغېزمن ګامونه پورته کړي. ویناوالو د شهیدانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه، او د غونډې په پای کې د شهیدانو د ارواحو د بښنې، د ټپیانو د ژر روغتیا او په سیمه کې د دوامدار امن او ثبات لپاره ځانګړې دعا وشوه.