کوټه (نوې ژوند وېب نیوز)د جمعیت علمای اسلام د کوټې ولسوالۍ مشر مولانا عبدالرحمن رفیق، حاجي عین الله شمس او نورو مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په هېواد کې د ناامنۍ، ترهګرۍ، هدفي وژنو او د انسان تښتونو د ستونزو د دوامداره حل لپاره باید حقیقي ولسي او منتخب سیاسي مشرتابه ته په ملي پرېکړو کې ونډه ورکړل شي. دوی ادعا وکړه چې اوسنی وضعیت د ناسمو پالیسیو او کمزورې حکومتولۍ پایله ده او ټینګار یې وکړ چې د ولس د رایې درناوی، د اساسي قانون او ولسواکۍ اصولو ته ژمنتیا او ملي اجماع د تلپاتې سولې، سیاسي ثبات او ملي یووالي یوازینۍ لار ده.
