کوټه (وېب نیوز)د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان ویلي، چې د سرمایه داره نظام له امله د هېواد ډېری خلک له بېوزلۍ او ناامنۍ سره مخ دي. هغه ادعا وکړه چې د ولس ډېره برخه له بنسټیزو اسانتیاوو، په ځانګړي ډول د پاکو څښاک اوبو، بې برخې ده، په داسې حال کې چې یوه محدوده اشرافیه پر ملي سرچینو واکمنه ده او د ولس د راتلونکي په اړه پرېکړې کوي. هغه وویل، د واکمنو لوړې لګښتونه او بهرني سفرونه په پای کې د مالیاتو په بڼه پر ولس بار کېږي، حال دا چې خلک ارزانه او چټک عدالت ته سترګې په لار دي. احمد خان ټینګار وکړ چې هېواد ته د اساسي قانون واکمني، رڼه حساب ورکونه او ولس ته د انصاف برابرول اړین دي، او له ځوانانو یې وغوښتل چې د ملي ستونزو د حل او مثبت بدلون لپاره خپل رول ولوبوي. نوموړي زیاته کړه چې د دولتي ادارو ترمنځ له ټکر څخه باید ډډه وشي او ټولې چارې دې د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي، څو سیاسي ثبات او ملي یووالی خوندي پاتې شي.
