اداریه ۱۰ جولائی ۲۰۲۶

پر زخمونو مرهم، یوازې اعلامیې نه

په بلوچستان، په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې وروستیو خونړیو پېښو یو ځل بیا د دولت د مسؤلیت، د وګړو د امنیت او د ملي یووالي په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي. د صوبې له لرې پرتو سیمو څخه نیولې د مرکز شاوخوا پورې عام پښتانه او هغه پښتانه دولتي کارکوونکي چې د دولت په ادارو کې یې دندې ترسره کولې، په بې رحمۍ سره په نښه شول. دې پېښو په ټولنه کې د وېرې، غم او بې باورۍ احساس لا ژور کړی دی. د کوټې او زیارت تر غمیزو وروسته د شهیدانو کورنیو له خپلو مړو سره احتجاج وکړ. دا احتجاج یوازې د انصاف غوښتنه نه وه، بلکې دا غوښتنه هم وه چې د دوی ږغ د هېواد تر لوړپوړو مسؤلینو پورې په مستقیم ډول ورسېږي. که، خدای مه کړه، دا وضعیت همداسې دوام ومومي، نو ټولنیزې او سیاسي پایلې به یې خورا ژورې او اوږدمهاله وي.