کوټه (نوې ژوند وېب نیوز)د خضدار د سني سیمې په شاوخوا کې تېره شپه نامعلومو وسلهوالو کسانو د کوټې څخه کراچۍ ته تلونکی مسافر وړونکی بس د درولو هڅه کړې، خو د بس چلوونکي د حاضر ذهنۍ له امله موټر ونه درېد او ټول مسافر په خوندي توګه له سیمې ووتل. د سرچینو په وینا، وسلهوالو پر بس د ډبرو ګوزارونه هم کړي چې له امله یې د بس دوه ښیښې ماتې شوې، خو د کوم مسافر یا د عملې د غړي د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی. ځايي خلکو له امنیتي ادارو غوښتي چې په سني سیمه کې امنیتي ګزمې زیاتې کړي، د پېښې عاملین ونیسي او پر ملي لویه لاره د مسافرو د سر او مال ساتنه یقیني کړي.
