تهران (وېب نيوز) د ایران د سترې ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي ویلي، ایران د پاکستان حکومت، پوځ او ولس د اسلامي نړۍ ستره شتمني ګڼي او دواړه هېوادونه باید په اسلامي نړۍ کې د یووالي او پیوستون د پیاوړتیا لپاره ګډ رول ولوبوي. نوموړي د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي سره په لیدنه کې د ایران او پاکستان اړیکې ستراتیژیکې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید سوداګري څو برابره زیاته شي. محسن رضايي د سیمې په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر او د پوځ د مشر د زیاتېدونکي رول هرکلی وکړ. هغه وویل، ایران، پاکستان، ترکیه، سعودي عربستان، مصر او اندونیزیا په څېر لوی اسلامي هېوادونه د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره مهم مسؤلیت لري. بل لور ته په مشهد کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره وکتل او د دوه اړخیزو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
