کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ګرانۍ پرلهپسې زیاتوالي د ښاریانو ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي، په داسې حال کې چې د ګرانفروشانو پر ضد د اغېزمنو اقداماتو د نشتوالي له امله د ورځني استعمال د اړینو توکو بیې تر خپلې خوښې کچې رسېدلې دي. د سبزیو، مېوو، غوښې، شیدو، اوړو، بورې او نورو ورځنیو اړتیاوو بیې هره ورځ بدلېږي، چې له امله یې عام خلک له سخت مالي فشار سره مخ دي. ښاریان وایي چې په بازارونو کې پر سرکاري نرخنامې عمل تقریباً نه کېږي او ډېری دوکانداران د خپلې خوښې بیې ټاکي، خو د بیو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره اغېزمنه څارنه نه لیدل کېږي. د خلکو په وینا، د محدود عاید له امله د کورنۍ بودیجه برابرول ډېر ستونزمن شوي، معاشونه هماغسې دي، خو د ورځني ژوند لګښتونه په دوامداره توګه زیاتېږي. عامو حلقو اندېښنه څرګنده کړې چې ضلعي انتظامیه وخت ناوخت د ګرانفروشانو پر ضد د کارروایۍ ادعاوې کوي، خو په بازارونو کې وضعیت لا هم بدل شوی نه دی. ښاریان وایي که پر سرکاري نرخنامې په کلکه عمل وشي او د ګرانفروشانو پر ضد بې له توپیره قانوني کارروایي ترسره شي، نو خلکو ته د پام وړ ریلیف ورکول کېدای شي. ښاریانو له بلوچستان حکومت او ضلعي انتظامیې غوښتنه کړې چې د کوټې په ټولو بازارونو او سیمو کې دې هره ورځ د بیو څارنه یقیني شي، سرکاري نرخنامې دې په څرګندو ځایونو کې ولګول شي او د نرخنامې سرغړوونکو ګرانفروشانو پر ضد دې سخته کارروایي وشي. خلکو همداراز غوښتنه کړې چې په ټولو سیمو کې دې د نرخونو د کنټرول کمېټې فعالې کړل شي، د مصنوعي ګرانۍ او ذخیرهکولو مخه دې ونیول شي او د ورځني استعمال د اړینو توکو د مناسب نرخ پر وړاندې دایمي او اغېزمن نظام جوړ شي.
