کوټه (ویب نیوز)د جمعیت علماء اسلام مرکزي جوائنټ سیکرټري او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ پخواني سپیکر ملک سکندر خان اېډووکېټ ویلي، چې جمعیت یوه فکري، دیني او ولسواکه مبارزه ده، چې له ژبني، سیمهییز، قبایلي او مذهبي تعصباتو څخه پورته د انسانیت د خدمت، د دین د خپرولو او تبلیغ ترڅنګ په سیاسي ډګر کې هم خپل مهم رول ترسره کوي. نوموړي وویل، د ولس خدمت او د اسلام د سرلوړۍ لپاره مبارزه د جمعیت د منشور مهمه برخه ده. هغه زیاته کړه چې په هېواد کې جاگیردارانه او سرمایه دارانه سیاستونو ولس له خپلو بنسټیزو حقونو محروم کړی او استحصال یې کړی دی، نو هېواد او ولس د دودیزې، اسلامي، ملي، مخلصې، باکرداره، دیانتدارې او د شرافت او امانت پر بنسټ ولاړې سیاست ته اړتیا لري. ملک سکندر خان اېډووکېټ وویل، د جمعیت د غړیتوب په بهیر کې ولس په پراخه کچه برخه اخلي او تمه ده چې سږکال به د جمعیت تاریخي غړیتوب ترسره شي. هغه وویل، د غړیتوب موخه د اکابرینو د دوام لپاره د نوي عهد تجدید او د نوو او مخلصو کارکوونکو د جماعت برخه جوړول دي. نوموړي څرګنده کړه چې د جمعیت دروازې د مخلصو، باکرداره او مسلمانانو لپاره پرانیستې دي. هغه وویل، جمعیت د ولس د هیلو وروستۍ هیله ګرځېدلې او ان شاءالله ولس به په نوي جذبې او ولولې سره د جمعیت ملاتړ وکړي.
