کوټه (ویب نیوز)د اندر پوړ قومي او سیاسي مشرانو ملک عطا محمد او ملک لال جان په کوټه پرېس کلب کې په یوه مهمه او له ګڼو خلکو ډکه خبري غونډه کې د راړه شم او اندر پوړ د کوهلو له ضلعې سره د یوځای کولو او په ځانګړي ډول د ۲۰۲۶ کال د جولای د اتمې نېټې د نوټیفیکیشن له مخې د اندر پوړ د موسی خېل څخه د جلا کولو او بارکھان ضلعې ته د شاملولو حکومتي پرېکړه په سختو ټکو رد کړې او غوښتنه یې کړې چې اندر پوړ او راړه شم دې له موسی خېل سره په خپله پخوانۍ انتظامي حیثیت کې وساتل شي. دوی وویل، دغه پرېکړه د اندر پوړ ولس له خپلې ضلعې، تحصیل، پلرني ټاټوبي او ډویژن څخه جلا کوي او د اندر پوړ خلکو د جولای په ۲۵مه د اکثریت په رایه بارکھان ته د شاملېدو پر ضد قرارداد هم منظور کړی دی. ملک عطا محمد د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې د شمېرو په حواله وویل، په موسی خېل کې د بلوچو نفوس ۲۱ زره ۶۷۲، په اندر پوړ کې ۸ زره ۴ او په راړه شم کې ۲ زره ۸۵۷ تنه دی، چې د اندر پوړ او راړه شم د بلوچو ټول نفوس ۱۰ زره ۸۶۱ تنه جوړوي. هغه وویل، د انتظامي وېش له امله د موسی خېل بلوچ ولس په دوو برخو وېشل کېږي. نوموړي وویل، د اندر پوړ له مرکزي سیمې څخه د موسی خېل ضلعي مرکز ۶۱ کیلومتره او د بارکھان ضلعي مرکز ۱۱۲ کیلومتره واټن لري، یعنې موسی خېل ۵۱ کیلومتره نږدې دی، سربېره پر دې اندر پوړ له بارکھان سره مستقیمه ځمکنۍ لار هم نه لري او په منځ کې راړه شم سیمه پرته ده. د دوی په وینا، بارکھان ته له شاملېدو سره به ولس د شناختي کارډ، ب فارم، لوکل سرټیفیکټ او نورو قانوني اسنادو کې د ضلعې د نوم د بدلون له امله له اضافي ستونزو، وخت او مالي لګښتونو سره مخ شي. ملک عطا محمد وویل، د اندر پوړ خلکو په موسی خېل کې د روزګار لپاره دوکانونه او سوداګریز مرکزونه جوړ کړي او بارکھان ته له شاملېدو وروسته د نوو سوداګریزو مرکزونو جوړول به د بېوزلو خلکو لپاره ډېر ستونزمن وي. هغه زیاته کړه چې موسی خېل د بېلابېلو قومونو یو سولهییز ګلدسته ده، چې قومونه پکې د متقابل درناوي او خپلولۍ په اړیکو تړلي دي. د اندر پوړ ډېری خلک په مالدارۍ او سرکاري دندو بوخت دي او د سیمې په هدیره کې د پاکستان پوځ، ایف سي او پولیسو د شهیدانو قبرونه موجود دي، چې د سیمې د خلکو د وطنپالنې څرګند ثبوت دی. نوموړي وویل، د اندر پوړ یونین کونسل کې دوه های سکولونه، دوه مډل سکولونه، ۲۰ د هلکانو او نجونو ښوونځي، دوه ډسپنسریانې او یو بنسټیز روغتیايي مرکز، درې موبایل ټاورونه او پنځه د اوبو رسولو منصوبې موجودې دي. په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا پروژې هم بشپړې شوې، له راړه شم څخه تر کلي پاتره پورې پخه سړک جوړه شوې، د اندر پوړ یونین کونسل کې لس واړه بندونه، د حیواناتو درې ډسپنسریانې او یو پولیس تاڼه هم شته. قومي مشرانو وویل، دغه ټول پرمختیايي کارونه له موسی خېل سره د اندر پوړ د اوږدې انتظامي اړیکې څرګند ثبوت دی، نو له همدې امله دې دغه تاریخي او انتظامي تړاو وساتل شي.
