مقامی ۱۶ اگست ۲۰۲۶

مسلم لیګ (ن) د بلوچستان په ګډون د هېواد د پرمختګ او اقتصادي سوکالۍ ضامن دی؛ جمال شاه کاکړ

سبي (ویب نیوز)د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزي مشر او د قومي اسمبلۍ غړي سید جمال شاه کاکړ ویلي، چې مسلم لیګ (ن) د بلوچستان په ګډون د هېواد او ولس د رغونې، پرمختګ، سوکالۍ او د اقتصاد د پیاوړتیا ضامن دی او د اوسني حکومت د ولس‌دوسته تګلارو له امله د ګرانۍ د کمېدو اغېزې هم څرګندېدل پیل شوي دي. نوموړي وویل، د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي تړون به د سولې، پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې د درې واړو هېوادونو لپاره تاریخي پړاو ثابت شي. هغه وویل، د مسلم لیګ (ن) د مرکزي مشر میاں محمد نواز شریف، وزیراعظم میاں محمد شهباز شریف او نورو مرکزي مشرانو په مشرۍ د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ خپلې وړتیاوې کاروي او د خپل انتخاباتي حلقې په ګډون د ټول بلوچستان د ستونزو د حل لپاره به په هر فورم غږ پورته کوي. نوموړي دا څرګندونې د مسلم لیګ لیبر وینګ صوبايي مشر منیر احمد مسوري بګټي سره د خبرو پر مهال وکړې. تر دې وړاندې منیر احمد مسوري بګټي نوموړي ته په کوټه او د بلوچستان په کچه د ولس، سرکاري کارکوونکو او د لیبر وینګ د کارکوونکو د ستونزو په اړه معلومات ورکړل او هیله یې څرګنده کړه چې نوموړی به د خپلو وړتیاوو په کارولو سره د ولس ترڅنګ د سرکاري کارکوونکو او مزدورانو ستونزې هم حل کړي. سید جمال شاه کاکړ وویل، د مسلم لیګ (ن) مشرتابه د بلوچستان د ستونزو د حل لپاره جدي ګامونه پورته کوي او وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت د بلوچستان په ګډون هېواد د پرمختګ پر لور د چټک تګ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي. نوموړي وویل، وفاقي حکومت له خپلو ائتلافي ملګرو سره په ګډه نور اقدامات هم کوي، چې له امله به یې محرومو طبقو ته ډېر ژر ریلیف ورسېږي. هغه زیاته کړه چې د هېواد تاریخ شاهد دی، کله چې مسلم لیګ (ن) واک ته راغلی، د اقتصادي اصلاحاتو له لارې د پرمختګ بهیر چټک شوی او د سي پیک، موټروې او ګڼو نورو سترو پروژو ګټې ولس نن هم ترلاسه کوي. سید جمال شاه کاکړ وویل، دی د سرکاري کارکوونکو، مزدورانو او د بلوچستان د ولس له ستونزو او مشکلاتو څخه په بشپړه توګه خبر دی او د بلوچستان د زوی په توګه قومي اسمبلۍ ته راغلی، نو دا یې مسؤلیت دی چې د صوبې د ستونزو د حل لپاره په قومي اسمبلۍ او د مرکزي قیادت په وړاندې غږ پورته کړي. نوموړي وویل، په خپله انتخاباتي حلقه او د صوبې په کچه د تعلیم، روغتیا، پاکو اوبو، بېروزګارۍ د ختمولو او ولس‌دوسته پروژو لپاره هڅې کوي. د قومي اسمبلۍ غړي سید جمال شاه کاکړ د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د درې اړخیز دفاعي تړون له امله د هېوادونو ولسونو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې دغه تړون به د سیمې او درې واړو هېوادونو لپاره د سولې، پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې مهم پړاو ثابت شي.