کوټه(ویب نیوز) د کوټې په هنه اورک سیمه کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي بیان له مخې، په هنه اورک کې شوې چاودنه په کلکو ټکو غندل شوې او ویل شوي چې په صوبه، په ځانګړي ډول د صوبايي مرکز کوټې ښار کې د ناامنۍ پرلهپسې پېښې ډېرې د اندېښنې وړ دي. په بیان کې ویل شوي چې د دغو پېښو دوام دا تاثر پیاوړی کوي چې د ناامنۍ تر شا ناوړه موخې او ځانګړي عزایم موجود دي، په مرکز کوټه کې د دا ډول پېښو تکرار نه یوازې د امنیتي وضعیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي، بلکې د ولس اندېښنې او بدګومانۍ هم زیاتوي. عوامي نیشنل ګوند ویلي چې د ولس د سر او مال ساتنه د دولت اساسي دنده او له لومړنیو مسؤلیتونو څخه ده، خو د صوبې ولس له اوږدې مودې راهیسې له ناامنۍ، ترهګرۍ او بېباورۍ سره مخ دی او له هرې نوې پېښې وروسته د خلکو وېره او اندېښنه لا زیاتېږي. په بیان کې ویل شوي چې د صوبې ولس درانه مالیات ورکوي، خو بیا هم ورته اساسي امنیت نه دی برابر شوی، خلک هره ورځ خپل عزیزان له لاسه ورکوي او کاروبار، روزګار او عادي ژوند یې هم په دوامداره توګه اغېزمن شوی دی. عوامي نیشنل ګوند غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ او ناامنۍ د له منځه وړلو لپاره یوازې څرګندونې او لنډمهاله اقدامات بسنه نه کوي، بلکې باید د پېښو اصلي عوامل، اسانتیا برابرونکي او مسؤل کسان معلوم او قانون ته وسپارل شي. د هنه اورک د چاودنې په ګډون د وروستیو ناامنیو د ټولو پېښو دې رڼې او بېطرفه پلټنې وشي، مسؤل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او ولس ته دې بشپړ امنیت برابر شي.
