کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان صوبايي مرکز کوټه کې د څښاک د پاکو اوبو سخت کمښت د ښاریانو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی او په یو شمېر سیمو کې خلک له اوونیو راهیسې د اوبو له رسولو محروم دي، چې له امله یې ښاریان د ټانکر مافیا رحم او کرم ته پاتې دي. ښاریانو ویلي، د اوبو رسولو منصوبې په عملي توګه ناکامې شوې او اړوند ادارې د ستونزې پر وړاندې چوپه خوله نندارچیان پاتې دي. د سیمې یوه اوسېدونکي وویل، «موږ شپه او ورځ د اوبو په تمه یو، خو له نلونو اوبه نه راځي او اړ کېږو چې په لوړه بیه ټانکرونه واخلو.» د اوبو د کمښت له امله په تعلیمي ادارو، روغتونونو او بازارونو کې هم ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي. عامه او ټولنیزو حلقو خبرداری ورکړی چې که سمدستي اقدامات ونه شي، نو موجوده وضعیت د ستر بحران بڼه خپلولی شي. ښاریانو د بلوچستان له حکومت او واټر اینډ سینیټېشن اتارټۍ (واسـا) څخه غوښتنه کړې چې د اوبو رسولو بهیر دې بېرته منظم او یقیني کړي او د ټانکر مافیا پر ضد دې جدي کارروایي وشي، څو ولس ته ریلیف ورکړل شي.
