مقامی ۱۶ اگست ۲۰۲۶

کوټه کې ولس د ګرانۍ او بېروزګارۍ له دوه‌ګوني عذابه ځورېږي

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان په مرکز کوټه کې د عامو وګړو ژوند ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېږي، د اوړو، غوړیو، دالونو، سبزیو او نورو بنسټیزو خوراکي توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي او بېوزله ولس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. په وروستیو میاشتو کې د اوړو بیه ۲۵ سلنه، د سبزیو بیې ۳۰ سلنه او د نورو توکو بیې شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې شوې دي. په ښار کې د ګڼو بازارونو دوکانداران وايي چې د پټرولو او ترانسپورټ د لګښتونو د زیاتوالي له امله د خوراکي توکو بیې له کنټروله وتلې دي. بلخوا د کوټې د ځوانانو لپاره د روزګار فرصتونه هم مخ پر کمېدو دي او تعلیم‌یافته ځوانان د کار موندلو لپاره له یوې دروازې بلې ته ګرځي. د ګرانۍ او د برېښنا د درنو بلونو له امله ګڼ واړه کاروبارونه هم تړل شوي دي. مزدور طبقه وايي چې د مزدورۍ فرصتونه کم شوي، خو ورځني لګښتونه څو چنده زیات شوي دي. د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالرحمن وویل چې د کورنۍ لګښتونه پوره کول نږدې ناممکن شوي او د ماشومانو د تعلیم، کرایې او خوراکي توکو لګښتونه یې له وسې وتلي دي. یوې مزدورې زرینې بي بي وویل، پخوا به یې په ورځنۍ مزدورۍ ژوند تېرېده، خو اوس نه مزدوري پیدا کېږي او نه د خوراکي توکو بیې د اخیستو وړ پاتې دي. اقتصادي کارپوهان وايي چې په بلوچستان کې د صنعتونو نشتوالی او د پانګونې کموالی د ګرانۍ او بېروزګارۍ له مهمو لاملونو څخه دي او که صنعتونو او واړو کاروبارونو ته سمدستي اسانتیاوې برابرې نه شي، وضعیت لا خرابېدلی شي. ښاریانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د اړینو توکو د بیو د کنټرول لپاره اغېزمنې د نرخونو د څار کمېټې جوړې کړي او ځوانانو ته د روزګار نوي پروګرامونه پیل کړي، څو د ګرانۍ او بېروزګارۍ بار راکم شي.