اداریه ۲۸ اگست ۲۰۲۶

د نړۍ د تر ټولو مهم هېواد تر ټولو ستره بدمرغي!

د پاکستان بدمرغي یوازې دا نه ده چې دغه هېواد په بېلابېلو پړاوونو کې له سیاسي، اقتصادي او اداري بحرانونو سره مخ شوی، بلکې اصلي المیه دا ده چې د سترو او وړ شخصیتونو د شتون باوجود د واک مرکزونو څو ځله د ولس له منځه راټوکېدونکې رښتینې مشرتابه پر ځای د مصنوعي شخصیتونو د جوړولو او هغوی د مخته راوړلو لاره غوره کړې ده. د دې تجربې پایله دا شوه چې د لنډې مودې لپاره ځینې ادارې او د واک مرکزونه پیاوړي شول، خو د دولت، سیاست او ولس ترمنځ د باور اړیکه ورځ تر بلې کمزورې شوه. د بنګله دېش سقوط او بېلتون د دې تریخ تاریخ یو ستر درس دی، خو له بده مرغه له هغه څخه هغه زده کړه چې باید شوې وای، تر اوسه نه ده شوې.

نن هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې بې قراري، سیاسي بې باوري، اقتصادي ستونزې او د ناامنۍ نښې لیدل کېږي. پوښتنه دا ده چې موږ به تر کومه د مصنوعي مشرتابه د جوړولو دا لړۍ روانه ساتو؟ په هېڅه ټولنه کې مشرتابه په مصنوعي ډول نه شي جوړېدای او د اوږدې مودې لپاره پر ولس تحمیل کېدای نه شي. رښتینې مشرتابه د ولس له منځه راټوکېږي، له ستونزو سره مخامخ کېږي، د خپلو خلکو دردونه او ستونزې درک کوي او د خپل کردار، تجربې او ولسي باور له لارې خپل مقام جوړوي. د پاکستان په هره صوبه، هره سیمه او هر قشر کې نن هم ګڼ شمېر ځوانان او تجربه لرونکي کسان شته چې وړتیا، اهلیت او د راتلونکي لپاره روښانه لیدلوری لري. اړتیا یوازې دې ته ده چې هغوی ته په سیاسي او ټولنیز ډګر کې د خپلواک فعالیت زمینه برابره شي، څو ولس خپله مشرتابه پخپله وټاکي.

پاکستان اوس د شخصیتونو جوړولو فابریکو ته نه، بلکې داسې پیاوړي، بې پرې او د ټولو لپاره د منلو وړ نظام ته اړتیا لري چې د رښتینې مشرتابه د راڅرګندېدو لاره هواره کړي. داسې نظام چې ادارې په خپلو آئیني حدودو کې پاتې شي، واک د ولس د رایې له لارې انتقال شي، وفاق ټولو اکائیو ته برابر درناوی او انصاف ورکړي او هېڅ شخصیت د مصنوعي وسیلو له لارې پر ولس تحمیل نه شي، بلکې ولس ته د خپلو استازو د ټاکلو بشپړ اختیار ورکړل شي. که موږ د تېر وخت تېروتنې بیا تکرار کړو، ښايي ادارې د لنډې مودې لپاره پیاوړې ښکاره شي، خو دولت به له دننه لا کمزوری شي. د وخت غوښتنه دا ده چې د مصنوعي شخصیتونو د جوړولو لړۍ پای ته ورسېږي او رښتینې ولسي مشرتابه، د آئین بالادستي او د ټولو لپاره د منلو وړ نظام ته فرصت ورکړل شي. پاکستان د کوم مصنوعي نجات ورکوونکي اړتیا نه لري؛ پاکستان داسې نظام ته اړتیا لري چې د ولس له منځه رښتینې مشرتابه راڅرګنده کړي.