اداریه ۹ ستمبر ۲۰۲۶

مصنوعي ځیرکتیا: د بشریت لپاره د خطر زنګونه او د پرمختللې نړۍ مسؤولیت

مصنوعي ځیرکتیا بې له شکه د بشري تاریخ یوه ستره تخنیکي لاسته راوړنه ده، خو دا حقیقت باید په پام کې ونیول شي چې د دې فکري ځواک کومه جلا او خپلواکه پنځونه نه ده، بلکې د پېړیو د بشري علم، څېړنو، تجربو، مشاهداتو، لیکنو او افکارو مجموعه ده. انسان چې څه موندلي، رامنځته کړي او خوندي کړي، مصنوعي ځیرکتیا له همدې ګډ علمي پانګې څخه زده کړه کوي او خپلې وړتیاوې څرګندوي. خطر هغه مهال رامنځته کېږي چې د بشري علم پر بنسټ جوړ شوی دا نظام په دومره چټکۍ خپل ځان پیاوړی کړي چې د انسان څارنه او کنټرول ترې وروسته پاتې شي. د مصنوعي ځیرکتیا له یوې معروفې کمپنۍ څخه استعفا ورکړي ۲۷ کلن څېړونکي جېکب کاکسن، چې درې کاله یې په «اوپن اې آی» او «اېنتروپک» کې د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې په اړه څېړنې کړې دي، خبرداری ورکړی چې ډېره پیاوړې مصنوعي ځیرکتیا په راتلونکي کې د بشریت لپاره په ستر او ویجاړونکي خطر بدلېدای شي.

بشریت دا خبرداری له پامه نه شي غورځولای. د مصنوعي ځیرکتیا سیالي اوس یوازې د ساینسي پرمختګ موضوع نه ده پاتې شوې، بلکې د سترو ټکنالوژۍ شرکتونو او پرمختللو هېوادونو ترمنځ د ځواک او سوداګریز برلاسۍ په سیالۍ هم بدله شوې ده. په داسې حالت کې اساسي پوښتنه دا ده چې ایا انسان به د خپلې جوړې کړې دې ځواک وروستی کنټرول تر پایه وساتلای شي؟ که راتلونکې مصنوعي ځیرکتیا د خپل ځان د پرله‌پسې پیاوړي کولو، پېچلو پرېکړو کولو او له انسانانو څخه د ډېرو پیاوړو نظامونو ته د لاسرسي وړتیا ترلاسه کړي، نو یوه وړه غفلت هم سترې پایلې رامنځته کولای شي. له همدې امله د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ درول د ستونزې حل نه دی، بلکې له دې پرمختګ سره د سختو خوندیتوب مقرراتو، خپلواکې څارنې، اخلاقي اصولو، نړیوالو قوانینو او په بېړني حالت کې د دې نظام د محدودولو یا بندولو اغېزمنو لارو رامنځته کول اړین دي.

پرمختللې نړۍ او هغه ستر شرکتونه چې مصنوعي ځیرکتیا جوړوي، تر ټولو ستر مسؤولیت لري چې له ګټې او سیالۍ څخه مخکې د بشریت راتلونکی په پام کې ونیسي. نړۍ د اټومي ټکنالوژۍ له تجربې څخه ښه پوهېږي چې کله انسان یو نوی ځواک رامنځته کوي، د هغې احتمالي پایلې تل د هغه د لومړني تصور تر کچې محدودې نه پاتې کېږي. د مصنوعي ځیرکتیا په اړه هم د احتیاط وخت له خطر رامنځته کېدو وروسته نه، بلکې له خطر رامنځته کېدو مخکې دی. دا ځواک چې د بشري افکارو له مجموعې څخه رامنځته شوی، که د بشریت د ساتنې، تعلیم، څېړنې او هوساینې لپاره وکارول شي، ستر نعمت کېدای شي؛ خو که یې چټکتیا د انساني واک او اختیار له کچې واوښته، نو همدا لاسته راوړنه په یوه ستر ناورین بدلېدای شي. اوس اصلي سیالي باید دا نه وي چې څوک تر ټولو پیاوړې مصنوعي ځیرکتیا جوړوي، بلکې دا باید وي چې *څوک مصنوعي ځیرکتیا د بشریت لپاره تر ټولو خوندي جوړوي.