د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د جموکراتیک شعور، سیاسي خبرو اترو او د اختلاف د زغملو پر ځای د تورونو، لفظي شخړو او سپکاوي پر لور روان ښکاري. په ځانګړې توګه د پنجاب او خیبر پښتونخوا د حکومتونو ترمنځ وروستیو څرګندونو دغه اختلاف له ګوندي شخړې څخه د صوبايي او قومي حساسیتونو تر کچې رسولی دی. د پنجاب د ځینو څرګندونو په اړه د پښتنو له لوري سخت اعتراضونه شوي، په مقابل کې د خیبر پښتونخوا له لوري هم په ځواب کې سخته او کله ناکله شخصي ژبه کارول شوې ده. د دواړو صوبو د اطلاعاتو وزیرانو ترمنځ وروستۍ لفظي جګړه او پر یو بل تورونه د مخ پر زیاتېدونکي سیاسي کړکېچ څرګندونه کوي. سیاسي اختلاف خپل ځای لري، خو په پاکستان کې د کوم قوم، صوبې یا ژبني ولس په اړه سپکوونکې ژبه یوازې سیاسي مخالف ته زیان نه رسوي، بلکې د خلکو ترمنځ باور او د وفاق اړیکې هم کمزورې کوي.
د سپتمبر ۲۷مې وړاندیز شوې تحریک دغه کشمکش نور هم څرګند کړی دی. د خیبر پښتونخوا حکومت او تحریک انصاف دغه اقدام سیاسي او آئیني مبارزه بولي، په داسې حال کې چې وفاقي او پنجاب حکومتونه د دې د مخنیوي لپاره اداري اقدامات کوي. په دې وضعیت کې یو عجیبه تضاد هم لیدل کېږي؛ له یوې خوا د خیبر پښتونخوا مشرتابه د سختو څرګندونو او پرلهپسې سیاسي محاذ آرایۍ له لارې د خپلې تحریک لپاره سیاسي فضا نوره هم پېچلې کوي، او له بلې خوا د حکومت ځینې اقدامات او سخت دریځ څرګندونې داسې اغېز پیدا کوي چې ګواکې همدې تحریک ته نوره سیاسي انرژي ورکوي. د دې کشمکش ګټه چا ته رسېږي، په دې اړه له اټکلونو پرته باید سیاسي مشران له ځانه دا پوښتنه وکړي چې ایا موجوده سیاست د وفاق د اکایو ترمنځ واټن کموي که یې زیاتوي؟ تاریخ موږ ته یادونه کوي چې په ۱۹۷۱ کال کې هم د سیاسي خبرو، واک د انتقال او متقابل باور مسئلې د وخت په تېرېدو لاپسې سختې شوې او بالاخره بحران خورا جدي شو. خان عبدالولي خان او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو هغه مهال د خبرو او سیاسي حل لپاره هڅې وکړې، خو بحران په وخت مهار نه شو.
نن پاکستان بیا له همدې تاریخ څخه د زده کړې اړتیا لري، نه دا چې تاریخ د یو بل د ملامتولو او تور لګولو لپاره وکارول شي. خیبر پښتونخوا، پنجاب، سند، بلوچستان او وفاق ټول د یوه آئیني ریاست اکایانې دي؛ د یوې صوبې سپکاوی د بلې صوبې بریا نه شي کېدای. که د سپتمبر ۲۷مه وي او که له هغې وروسته هر سیاسي پړاو، د احتجاج حق باید د آئین په چوکاټ کې او د ریاست غبرګون د قانون له مخې وي. سیاسي ګوندونه باید له شخصي بریدونو، قومي او صوبايي سپکاوي او پاروونکو څرګندونو څخه لاس واخلي او د خبرو اترو دروازه پرانیزي. وفاقي حکومت باید له ټولو صوبو له منتخب استازو سره مساوي سیاسي چلند یقیني کړي او د خیبر پښتونخوا مشرتابه ته هم پکار ده چې دا وښيي چې د احتجاج ترڅنګ سیاسي جوړجاړی او وفاقي مسؤلیت هم ورته ارزښت لري. د پاکستان د ستونزو حل په سړک، زور او سپکاوي کې نه، بلکې په پارلمان، آئین، خبرو اترو او سیاسي تدبر کې دی. **اختلاف دې وي، خو وفاق دې خوندي وي؛ سیاست سخت کېدای شي، خو ژبه باید نه.
