اداریه ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

له باچا خان څخه تر اېمل ولي خان پورې؛ د یوې پېړۍ سیاسي مبارزه.

د ملتونو تاریخ یوازې د واکمنانو، حکومتونو او د واک د بدلونونو نوم نه دی، بلکې د هغو نسلونو د مبارزو، قربانیو او فکري مقاومتونو له لارې جوړېږي چې د خپل وخت د ظلم او جبر پر وړاندې درېږي. د پښتنو د ملي مبارزې تاریخ هم د یوې پېړۍ پر اوږدوالي د داسې سیاسي سفر کیسه ده چې بنسټ یې پر تعلیم، ټولنیز اصلاح، ملي شعور، سولې، عدم تشدد او سیاسي حقونو ولاړ و. خان عبدالغفار خان، چې په باچا خان مشهور و، د برتانوي استعمار پر مهال د خدایي خدمتګارو غورځنګ له لارې پښتنه ټولنه منظمه کړه او دا تصور یې وړاندې کړ چې رښتینې ازادي یوازې د بهرني واک د پای ته رسېدو نوم نه دی، بلکې له ناپوهۍ، وېرې، بېوزلۍ، خپلمنځي دښمنۍ او سیاسي بې‌خبرۍ څخه خلاصون هم د ازادۍ اړین شرط دی. خدایي خدمتګارو د برتانوي استعماري نظام پر وړاندې منظمه او سوله‌ییزه مبارزه وکړه، د قصه‌خوانۍ بازار خونړۍ پېښه د دغې مبارزې د سترو قربانیو نښه وګرځېده، په داسې حال کې چې تعلیم، پښتو ژبه او ادب، ټولنیز اصلاحات او سیاسي شعور د دې تحریک اساسي ستنې وې. د برصغیر د ازادۍ په پراخ غورځنګ کې د خدایي خدمتګارو ګډون، له انډین نېشنل کانګرس سره سیاسي همکاري او د باچا خان او ګاندي د عدم تشدد پر بنسټ نږدې سیاسي اړیکې دا څرګندوي چې د برتانوي استعمار پر وړاندې مقاومت له بېلابېلو سیاسي او فکري لارو څخه جوړ شوی و. په ۱۹۴۷ کال کې د برصغیر له وېش وروسته د باچا خان سیاسي مبارزه نوي پړاو ته داخله شوه او په پاکستان کې یې د ډیموکراسۍ، وفاقیت، صوبایي خپلواکۍ او سیاسي حقونو لپاره مبارزه روانه وساتله؛ د بابړې خونړۍ پېښه د همدې دورې یوه تراژیدي او دردناکه خاطره ده. په دې توګه د ازادۍ لپاره پیل شوې مبارزه په نوې رامنځته شوې ریاست کې د اساسي قانون او ډیموکراتیکو حقونو په مبارزه بدله شوه.

خان عبدالولي خان د باچا خان سیاسي میراث په پارلماني سیاست کې مخته یووړ او د نېشنل عوامي پارټۍ له لارې یې وفاقي پارلماني نظام، صوبایي خپلواکي، ډیموکراتیک حقونه او د بېلابېلو قومونو ترمنځ د اساسي قانون پر بنسټ د سیاسي توازن مسئله د ملي سیاست برخه وګرځوله. د ۱۹۷۰ کال له ټاکنو وروسته په بلوچستان او هغه مهال په سرحد صوبه کې نېشنل عوامي پارټۍ د حکومتونو په جوړولو کې مهم رول ولوباوه، خو د مرکزي حکومت او ګوند ترمنځ اختلافات زیات شول او په ۱۹۷۵ کال کې نېشنل عوامي پارټۍ بندیز سره مخ شوه. وروسته په ۱۹۸۶ کال کې عوامي نېشنل پارټي د یوه نوي سیاسي پلیټفارم په توګه راڅرګنده شوه او ادعا یې دا وه چې د باچا خان د عدم تشدد، ډیموکراسۍ، ملي حقونو او صوبایي خپلواکۍ سیاسي روایت ته دوام ورکوي. *اسفندیار ولي خان په مشرۍ دا مبارزه داسې پړاو ته داخله شوه چې خیبر پښتونخوا له ترهګرۍ او توندلارۍ سره په سخت ډول مخامخ و؛ د عوامي نېشنل پارټۍ ګڼو کارکنانو او مشرانو هم درنې قربانۍ ورکړې، خو ګوند د سیاسي عمل، ډیموکراسۍ، سولې او عدم تشدد پر خپل بنسټیز دریځ ولاړ پاتې شو. په همدې دوره کې د صوبایي پېژندنې او اساسي قانوني واکونو مسئله هم په ملي سیاست کې مهمه شوه، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا د نوم بدلون او له اتلسم اساسي قانوني ترمیم وروسته د صوبایي واکونو پراختیا عوامي نېشنل پارټي د خپلې اوږدې سیاسي مبارزې له مهمو پړاوونو څخه ګڼي. نن اېمل ولي خان د همدې سیاسي تسلسل د نوې نسل استازیتوب کوي، خو د هغه پر وړاندې ننګونې د باچا خان له دورې سره توپیر لري؛ د ځوانانو تعلیم او روزګار، سیاسي استازیتوب، سوله، اقتصادي وروسته پاتې والی، د طبیعي او ملي سرچینو عادلانه وېش، صوبایي حقونه او له وفاق سره اړیکې د یوویشتمې پېړۍ نوي سوالونه دي، چې ځواب یې یوازې د تېر وخت له سیاسي یادونو څخه نه شي ترلاسه کېدای، بلکې اړتیا ده چې د همدې فکر اصول د اوسنیو شرایطو له غوښتنو سره وتړل شي.

د پښتنو د ملي مبارزې د یوې پېړۍ تاریخ په اصل کې یوازې د یوه ګوند یا سیاسي کورنۍ تاریخ نه دی، بلکې د یوه داسې فکري سفر داستان دی چې د برتانوي استعمار پر وړاندې د ازادۍ له مبارزې څخه پیل شوی، د برصغیر تر سیاسي ویښتیا، د پاکستان له جوړېدو وروسته د وفاقي او اساسي قانوني حقونو، صوبایي خپلواکۍ، پارلماني ډیموکراسۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې تر سیاسي مقاومت پورې رسېدلی دی. باچا خان تعلیم، ټولنیز اصلاح او عدم تشدد د مقاومت بنسټ وګرځول، ولي خان دغه فکر په پارلماني او وفاقي سیاست کې مخته یووړ، اسفندیار ولي خان د ترهګرۍ په دور کې د ډیموکراتیک سیاست او سولې پر دریځ ولاړ پاتې شو، او اېمل ولي خان اوس له نوي نسل سره د دې سیاسي میراث د تړلو تاریخي پړاو ته ولاړ دی. شهیدانو او مشرانو ته درناوی باید یوازې تر ریفرنسونو، شعارونو او ویناوو محدود نه وي؛ د هغوی د مبارزې ریښتینی تسلسل په تعلیم، سیاسي شعور، زغم، سولې، عدم تشدد، ډیموکراتیکو رویو، اساسي قانوني حقونو او د ولسي خدمت په پراختیا کې دی. تاریخ ښيي چې استعمار په زور پر خاوره واکمن کېدای شي، خو د یوه ملت شعور تل غلامولای نه شي، او هغه سیاسي تحریکونه ژوندي پاتې کېږي چې د خپلو شهیدانو قربانۍ یوازې د تېر وخت د ماتم په توګه نه، بلکې د راتلونکي د جوړولو د هوډ په توګه وړاندې کوي. له باچا خان څخه تر ولي خان، له اسفندیار ولي خان څخه تر اېمل ولي خان پورې دا سفر د هماغه سیاسي شعور، قربانۍ، مقاومت او له یوه نسل څخه بل نسل ته د لېږدېدونکې هیلې داستان دی.