پرنټ میډیا په بلوچستان او ټولنه کې د معلوماتو د رسولو، د ولسي رائے د جوړولو او د ریاست او خلکو ترمنځ د اړیکې اساسي وسیله ده، په همدې تناظر کې بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مشرانو لکه د سېنېټ قائم مقام چیئرمین سردار سیدال خان ناصر، اپوزیشن لیډر میر یونس عزیز زهري، ایم پي اې میر رحمت صالح بلوچ، میر اسد بلوچ، محترمه راحیله دراني، مولانا عبدالواسع، مولانا هدایت الله بلوچ او ملک نعیم خان بازئي سره د ملاقاتونو او رابطو په ترڅ کې ټینګار کړی چې د اظهار رائے بشپړه آزادي د پرمختګ بنسټ دی او په صوبه کې د امن، روزګار او استحکام لپاره د میډیا رول خورا مهم دی؛ دوی که څه هم د ځینو پالیسیو په اړه تحفظات څرګند کړي، خو دا یې هم روښانه کړې چې د اخبارونو فنډونه یا اعلانات کمول یا بندول هېڅ ډول مناسب اقدام نه دی، ځکه له دې سره نه یوازې د صحافتي آزادۍ زیان رسېږي بلکې زرګونه خلک له روزګاره بېبرخې کېدای شي، چې لا له وړاندې د بې روزګارۍ او ټولنیزو ستونزو سره مخ صوبې لپاره نورې کړاوې پیدا کوي، نو د بلوچستان له وزیراعلی څخه تمه کېږي چې له ټولو اړوندو ذینفعانو سره په مشوره یو متوازن او جامع میډیا پالیسي جوړه کړي، څو د اظهار ازادي هم خوندي پاتې شي، روزګار هم ونه زیانمن شي او میډیا خپل مسؤلانه رول د صوبې د پرمختګ او امن لپاره په مثبت ډول ترسره کړي.
