په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ یو داسې واقعیت دی چې وخت په وخت نوي سفارتي او رسنیز بحثونه راپاروي. په داسې حساس وضعیت کې د هر هېواد نوم له دې موضوع سره تړل نه یوازې د غلط فهمیو سبب ګرځي بلکې د سیمهییز باور توازن هم زیانمنوي. په وروستیو ورځو کې د پاکستان په اړه د ځینو رسنیزو راپورونو له خپرېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته اړ شوه چې واضح وضاحت وړاندې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په څرګنده توګه وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه هېڅ معلومات له امریکا سره نه دي شریک شوي او دا ډول راپورونه بېبنسټه، ګمراه کوونکي او له حقیقت څخه لرې دي. دا وضاحت دا څرګندوي چې پاکستان په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې د اصولي دریځ، شفافیت او بېطرفۍ ته لومړیتوب ورکوي.
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا اړیکې له وړاندې څخه ترینګلې دي، هر ډول ناسمه یا غیر تصدیق شوې خبرپاڼه کولای شي په سیمهییزه کچه جدي سفارتي ستونزې رامنځته کړي. دا ډول روایتونه نه یوازې غلط فهمۍ زیاتوي بلکې هغه هېوادونه هم تر فشار لاندې راولي چې د توازن او احتیاط پالیسۍ تعقیبوي.
پاکستان په داسې جغرافیه کې پروت دی چې سیاسي، امنیتي او سیمهییز چیلنجونه پکې ډېر پیچلي دي. له همدې امله د دې هېواد بهرنۍ پالیسي تل د توازن، احتیاط او سیمهییز ثبات پر محور ولاړه ده. وروستۍ وضاحت هم د همدې پالیسۍ دوام دی، چې موخه یې د غلطو تاثرونو مخنیوی دی.
خو دا هم یوه مهمه خبره ده چې د عصري رسنیو په دور کې غیر تصدیق شوي خبرونه په ډېر سرعت خپرېږي، چې له امله یې هېوادونه مجبوریږي ژر غبرګون وښيي. په داسې وضعیت کې پاکستان ته پکار ده چې نه یوازې د غبرګون پالیسي پیاوړې کړي، بلکې مخکې له مخکې د سفارتي حکمت عملۍ پلانونه هم منظم کړي.
په پای کې ویلای شو چې پاکستان باید په خپله بهرنۍ پالیسي کې احتیاط، وضاحت او ثبات لا پیاوړی کړي. د ایران او امریکا په څېر حساس اړیکو کې د توازن ساتل یو ستونزمن خو ضروري سفارتي اړتیا ده، چې هره کوچنۍ تېروتنه پکې لویې پایلې لرلای شي.
