اداریه ۷ جون ۲۰۲۶

بلوچستان د اشتهاراتي پالیسۍ 2026 بیاکتنه وشي — سید انور شاه

کوئټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان پرنټ مېډیا د مشر سید انور شاه ویلي چې د صوبایي کابینې له لوري د اشتهاراتي پالیسۍ 2026 منظورول او د 2026 د جولای له لومړۍ نېټې یې عملي کول د پرنټ مېډیا، د بیان ازادۍ او جمهوري ارزښتونو لپاره زیانمنه پرېکړه کېدای شي.هغه وویل چې که څه هم د ډیجیټل مېډیا او نوې ټیکنالوژۍ شاملول د وخت اړتیا ده، خو په دې پروسه کې د پرنټ مېډیا تاریخي او ملي رول له پامه غورځول سم نه دي، ځکه چې په بلوچستان کې اخبارونه لا هم د خلکو او ریاست ترمنځ مهمه اړیکه جوړوي.سید انور شاه زیاته کړه چې د نوې پالیسۍ له مخې د حکومتي اشتهاراتو محدود شمېر اخبارونو ته ورکول او د وېش په طریقه کې یو اړخیز بدلون د لسګونو اخبارونو، خبریالانو او د مېډیا کارکوونکو د روزګار لپاره جدي خطر جوړوي.هغه وویل چې د دې پالیسۍ په اړه سیاسي ګوندونو، صحافتي تنظیمونو او مدني ټولنو هم اندېښنې څرګندې کړې وې او غوښتنه یې کړې وه چې دا پالیسي دې د ټولو اړخونو په مشوره جوړه شي، خو د هغوی خبرې له پامه غورځول شوې دي.هغه له وزیراعلیٰ بلوچستان او اړوندو ادارو وغوښتل چې د اشتهاراتي پالیسۍ 2026 بیاکتنه وکړي او د ټولو فریقونو سره د مشورې له لارې داسې متوازن پالیسۍ جوړه کړي چې د ډیجیټل مېډیا تر څنګ د پرنټ مېډیا خوندیتوب او د بیان ازادي هم تضمین کړي.