مقامی ۹ جون ۲۰۲۶

شېراني: د ضلعې د هېډکوارټر میر علي خېل ته د انتقال پر ضد احتجاجي پرلت د ۶۸مې ورځې په دوام کې هم روان دی او مظاهره‌چیان د پرېکړې د سمدستي بېرته اخیستو غوښتنه کوي.

شېراني: د ضلعې د هېډکوارټر میر علي خېل (ستنو راغه) ته د انتقال پر ضد احتجاجي پرلت د ۶۸مې ورځې په دوام کې هم روان دی او مظاهره‌چیان د پرېکړې د سمدستي بېرته اخیستو غوښتنه کوي. د احتجاج کوونکو په وینا، دوی غواړي چې د هېډکوارټر د انتقال پرېکړه لغوه شي، د عدالت له خوا صادر شوی سټې اډر عملي شي، ټانک روډ پاتې برخه پخه شي، سیټلمېنټ منظوري ورکړل شي، د نورو تحصیلونو اعلان وشي، انزرخېزي روډ تر هېډکوارټر ستنو راغه پورې بشپړ شي او اداره دې د تل لپاره له ژوب ښار څخه ستنو راغه ته منتقل شي ترڅو هلته میشته پاتې شي.