کوټه (وېب نیوز) د عوام پاکستان ګوند بلوچستان صوبايي جنرل سېکرټر پروفېسر ډاکټر حلیم صادق په سول هسپتال کوټه کې د رامنځته شوې دردناکې تېزابپاشۍ پېښې په سختو ټکو غندنه کړې او ژوره اندېښنه یې څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې پر روغتیايي څانګه د اربونو روپیو لګښت او د پرمختګ او خوشحالۍ دعوې د دې پېښې وروسته بېمعنا ثابتې شوې دي، ځکه چې اغېزمنه ډاکټره سمدستي یوه شخصي هسپتال ته منتقل کول دا ښکاره کوي چې په سرکاري روغتونونو کې اسانتیاوې او نظام له جدي کمزوریو سره مخ دي. نوموړي غوښتنه کړې چې د پېښې بشپړې، بېطرفه او شفافې پلټنې دې وشي، مسؤلین دې د قانون له مخې سزا ورکړل شي او د روغتیا څانګې د کارکردګۍ خپلواک آډټ دې هم ترسره شي څو د ولس د پیسو د سم استعمال حقیقت مخې ته راشي.
