مقامی ۹ جون ۲۰۲۶

په قلعه عبدالله کې د عوامي نېشنل ګوند ضلعي مشر دولت خان وژل شوی

قلعه عبدالله (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند ضلعي مشر دولت خان د قلعه عبدالله د پیرعلیزۍ بازار په سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی. د پولیسو په وینا موټرسایکل سپرو بریدګرو پر دولت خان ډزې کړې چې له امله یې هغه ځای پر ځای وژل شوی، په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي. د پېښې وروسته د هغه مړی ټراما سنټر مئزۍ اډې ته لېږدول شوی او پولیسو د شواهدو له راټولولو وروسته د پلټنو لړۍ پیل کړې او د ملزمانو لټون روان دی