اداریه ۷ مئی ۲۰۲۶

د حکومت یو مثبت اقدام، خو په پالیسیو کې توازن اړین دی

د حکومت ځینې فیصلې کله ناکله داسې بڼه اختیار کړي چې وروسته یې تشریح او وضاحت کول ستونزمن شي. د ماینز او منرلز بل، د مدرسو د رجسټرېشن اړوند پرېکړې او د کابینې په وروستۍ غونډه کې د میډیا اېډورټایزمنټ پالیسۍ هم له همدې ډول اقداماتو څخه ګڼل کېږي. پر دغو فیصلو نه یوازې سیاسي او ټولنیزو حلقو سختې اندېښنې څرګندې کړې، بلکې قضايي دروازې هم وټکول شوې، چې له امله یې په ټولنه کې یو ډول بې‌اطمیناني رامنځته شوه.په همدې پسمنظر کې د جمعیت علمای اسلام بلوچستان د صوبایي امیر او سینیټر مولانا عبدالواسع وروستی دریځ او له حکومت سره مذاکرات یو مثبت پرمختګ بلل کېدای شي. د هغه په وینا د وزیراعلیٰ بلوچستان په مشرۍ حکومتي پلاوي نه یوازې د مدرسو پر ضد د کارروایۍ نه کولو ډاډ ورکړی، بلکې د ځینو پخوانیو اقداماتو لپاره یې معذرت هم څرګند کړی دی. د لانګ مارچ ځنډول د سیاسي روایاتو له مخې د مذاکراتو د بریا یوه نښه ده، چې په بلوچستان کې د سیاسي فشار کمولو لپاره مهم رول لوبولای شي.خو دا هم مهمه ده چې یوازې لفظي ډاډونه د اوږدمهاله ثبات ضمانت نه شي کېدای. اړتیا دا ده چې ټولې لانجمنې پالیسيانې، په ځانګړي ډول د میډیا پالیسي او نورې اقتصادي او ټولنیزې پرېکړې، له اړوندو اړخونو سره په مشوره او اعتماد جوړونې سره ترسره شي. که څه هم د مولانا عبدالواسع او نورو مشرانو د مذاکراتي رول ستاینه کېږي، خو اوس اصلي مسوولیت پر حکومت دی چې دا مثبت پرمختګونه په عملي او دوامداره اصلاحاتو بدل کړي.په ځانګړي ډول د میډیا پالیسي په اړه اندېښنې جدي دي، ځکه که د زرګونو کسانو د بې روزګارۍ خطر رامنځته کېږي، نو د دې فیصلې بیاکتنه حتمي ده. بلوچستان چې له مخکې نه له اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سره مخ دی، داسې فیصلې لا نورې ستونزې زیاتولای شي.که مولانا عبدالواسع او د جمعیت علمای اسلام مشرتابه په دې موقع حکومت قانع کولو کې خپل مثبت رول ترسره کړي، نو دا به نه یوازې د سیاسي فضا د ارامۍ سبب شي بلکې د وزیراعلیٰ بلوچستان لپاره به هم یو فرصت وي چې لانجمنو ترمیمونو ته بیا کتنه وکړي او د عامه ګټې لاره غوره کړي.په پای کې اړتیا ده چې حکومت او اپوزیشن د مقابل لوري پر ځای د خبرو او تفاهم له لارې د ستونزو حل ته مخه کړي، څو هم د پالیسیو تسلسل وساتل شي او هم د ولس باور زیانمن نه شي.