د عیدالاضحی د راتلو سره سم چې د ابراهیمي سنت د ادا کولو لپاره تیاریانې پیل کېږي، له بلې خوا د حکومت لخوا د پیټرولیم توکو په بیو کې وروستی زیاتوالی د ولس لپاره د یوې نوې اقتصادي کړکېچ نښه ګرځېدلې ده۔ د پیټرولو په نرخ کې نږدې ۱۵ روپۍ فی لیټر او د ډیزلو په نرخ کې هم د پام وړ زیاتوالی د مخکې نه د ګرانی تر بار لاندې ولس ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي۔ که څه هم دا زیاتوالی یوازې د سون توکو تر بیو محدود ښکاري، خو په حقیقت کې یې اغېز د ټول اقتصادي نظام په هره برخه کې محسوسېږي۔ د عید قربان موسم چې د زرګونو خلکو د روزګار وسیله ده، د مالدارۍ، ترانسپورت، چارې، د پوستکي صنعت او بازارونو فعالیت ورسره تړلی وي، د سون توکو د ګرانېدو له امله به د قربانۍ حیواناتو د لېږد لګښتونه زیات شي، چارې به ګرانې شي او د عام ولس لپاره به د قربانۍ کول لا نور هم ستونزمن شي۔ له بلې خوا د ولس د اخیستلو توان مخکې هم د بې روزګارۍ او لوړې ګرانی له امله کم شوی، نو دا وضعیت نه یوازې د یو مذهبي فریضې پر اداینه اغېز کوي بلکې د هېواد پر اقتصادي صنعتونو هم منفي اثرات لري۔ په داسې حال کې اړتیا ده چې حکومت د ولس د اقتصادي ستونزو درک وکړي، د پیټرولیم لیوي کم کړي او د عید نه مخکې داسې فیصلې ونه کړي چې د عام وګړي ژوند نور هم دروند کړي، ځکه که ولس د قربانۍ پر ځای د ګرانی قرباني شي نو د دې اثرات به اوږدمهاله او سخت وي۔
