دکۍ (وېب نیوز) د دکۍ ټرک ټرانسپورټ اتحادیې مشرانو اعلان کړی چې د پیټي قراردادیانو له ټولنې سره تر بریالیو خبرو اترو وروسته به د سبا ورځې څخه د سکرو د بارولو او ښکته کولو بهیر بېرته پیل شي. د دوی په وینا د رکني په سیمه کې د سوځول شوي ټرک د تاوان پر ورکړې بشپړ توافق شوی او د تاوان د راټولولو او څارنې لپاره به ګډه کمېټه جوړیږي. مشرانو وویل چې د وروستیو اعتصابونو له امله د سکرو صنعت ته میلیونونه روپۍ زیان اوښتی، خو د نوي تړون له عملي کېدو سره به د سکرو لېږد رالېږد بېرته عادي حالت ته راوګرځي او د ټرانسپورټرانو اندېښنې به هم هوارې شي.
