تازه خبرونه ۲۰ جون ۲۰۲۶

د ایران ـ امریکا هوکړه: د ټرمپ ناڅاپي پرېکړې ډیپلوماټیکې کړۍ حیرانې کړې

پاریس (مانیټرنګ ډیسک) د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک په اړه نوې او په زړه پورې جزییات مخې ته راغلي دي. د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په فرانسه کې د جي اووه (G7) غونډې د ماښامنۍ پر مهال ناڅاپه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته ویلي چې غواړي د ایران سره پر شوې هوکړه سمدستي لاسلیک وکړي. د ټرمپ دغه ناڅاپي پرېکړه نه یوازې فرانسوي چارواکي، بلکې امریکايي سلاکاران هم حیران کړل، ځکه له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د هوکړې د لاسلیک مراسم به په سویس کې ترسره کېږي. راپورونه وایي چې د ټرمپ له اعلان وروسته فرانسوي چارواکو په بېړه د لاسلیک مراسمو لپاره تیاری بشپړ کړ، په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او فرانسوي چارواکي د هوکړې د سند د چاپ لپاره د پرنټر په لټه کې وو. د لاسلیک پر مهال ټرمپ وویل چې دغه هوکړه په اسانه نه ده ترلاسه شوې او دا یې یوه مهمه ډیپلوماټیکه بریا وبلله، په داسې حال کې چې مکرون د “براوو” په ویلو سره د دې هرکلی وکړ. نړیوال شنونکي باور لري چې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو سربېره، د ایران او امریکا ترمنځ ۱۴ ماده‌ییزه هوکړه د سیمې د کړکېچ د کمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي. د شنونکو په وینا، د نړیوالو تېلو د زېرمو کمښت او د امریکا کورني سیاسي فشارونه هم د دې هوکړې د چټک عملي کېدو مهم عوامل وو.