تازه خبرونه ۲۱ جون ۲۰۲۶

که معاهده ونه شي نو ایران به تباه کړم، تاسو به بیرته خپل هېواد ته هم نه شئ تللی: د ټرمپ د ایراني پلاوي ته ګواښ

کوټه(وېب نیوز)امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که معاهده و نه شي نو زه به ایران تباه کړم او د ایران پلاوی به خپل هېواد ته هم بېرته نه شي تللی. د سوشل ټروتھ په خپل بیان کې ټرمپ وویل چې ایران دې په لبنان کې خپل پراکسي ځواکونه سمدستي ودروي، کنه امریکا به ډېر سخت ځواب ورکړي او تېرې اونۍ په پرتله به لا لوی اقدام وشي. د راپورونو له مخې د سوئس په سیاحتي سیمه برګن سټاک کې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات روان دي، چې له خبرو مخکې ټرمپ زیاته کړه که ایران د هرمز تنګي بند کړي نو هېواد به یې پاتې نه شي او که معاهده ونه شي نو ایران به له سختو پایلو سره مخ شي. ټرمپ دا هم وویل چې که اړتیا شي نو واشنګټن به د هرمز تنګي کنټرول هم واخلي او فیس به پرې ولګوي. دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راغلې دي چې د یادو مذاکراتو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشال عاصم منیر هم ګډون لري او د نړیوالې سولې لپاره دا خبرې مهمې بلل کېږي.