تازه خبرونه ۲۱ جون ۲۰۲۶

امریکا، ایران مذاکرات تعطل سره مخ دي، خو پای ته نه دي رسېدلي

کوټه(وېب نیوز)امریکايي رسنیو د ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ روانې خبرې اترې له لنډمهالي تعطل سره مخ شوې دي، خو په بشپړ ډول نه دي پای ته رسېدلې. د راپورونو له مخې د دواړو لورو ترمنځ د ډیپلوماټیکو پلاوو د بېرته ستنېدو او د مذاکراتو د بیا پیل لپاره د شاته چینلونو له لارې تماسونه دوام لري. ایراني دولتي رسنیو د ایراني پلاوي د غړي مهدي قربان‌زاده له قوله ویلي چې د ایراني تېلو په اړه د بندیزونو د نرمولو لپاره د وړاندیز وروستۍ مسوده بشپړه شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې د لبنان د مسئلې تر حل پورې به په ځینو نورو موضوعاتو پراخې خبرې ونه شي، خو د منجمدو شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو او د ایران د انرژۍ پر سکتور د لګول شویو بندیزونو د نرمولو په اړه بحثونه شوي دي. راپورونه ښيي چې دواړه خواوې لا هم د ډیپلوماټیک حل لارې د موندلو هڅې کوي او د مذاکراتو دروازې تړل شوې نه دي.