کوټه(وېب نیوز)د امریکا مرستیال ولسمشر د جې ډي وینس د سویس په برگن سټاک کې د امریکا او ایران د مذاکراتو پر مهال د فیلډ مارشل د رهبرۍ او ډیپلوماټیکو وړتیاوو ستاینه وکړه. نوموړي وویل چې د خپل ژوند دوه مهم کسان لري، یو یې مېرمن او بل یې فیلډ مارشل عاصم منیر دی. هغه زیاته کړه چې په تېرو څو میاشتو کې یې له فیلډ مارشل عاصم منیر سره ډېرې مشورې او اړیکې درلودلې او د هغه له تدبر او هوښیارۍ پرته به اوسنۍ سفارتي پرمختګ ممکن نه و. جې ډي وینس د وزیراعظم مشرتابه هم وستایه او ویې ویل چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره مهم رول لوبولی دی. هغه فیلډ مارشل عاصم منیر یو پیاوړی پوځي مشر او بریالی سفارتکار وباله.
