کوټه(وېب نیوز)د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر او د پارلمان رئیس باقر قالیباف په سویس کې د روانو خبرو اترو پر مهال ویلي، که د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونه کوم اغېز لرلی، نو هغه به نن د ناامېدۍ دې حالت ته نه و رسېدلی. نوموړي وویل چې ایران د امریکا ګواښونو ته ارزښت نه ورکوي او غوره ده چې امریکايي مشران په خپلو څرګندونو کې احتیاط وکړي. باقر قالیباف زیاته کړه چې د ایران وسله وال ځواکونه د هر ډول احتمالي ځواب لپاره بشپړ چمتووالی لري او د اړتیا په صورت کې به مناسب اقدام ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې خبرې او څرګندونې خپل ځای لري، خو عملي پرېکړې به ایران د خپلې تګلارې له مخې کوي.
