بلوچستان کې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال د بودجې له منظورېدو وروسته د حکومت له لوري د ځانګړو بودجوي سپلېمنټونو وېش په خبري، سياسي او ټولنيزو کړيو کې نوې بحثونه راپارولي دي. که څه هم دا موضوع په ظاهره يو اداري اقدام ښکاري، خو اغېزې يې يوازې تر اعلانونو او تشهيري کمپاینونو پورې محدودې نه دي، بلکې په ولايت کې د باور، شفافيت او د دولتي پاليسيو په اړه د عامه ذهنیت له موضوعاتو سره هم ژوره اړيکه لري.
بلوچستان هغه ايالت دی چې د محروميت احساس، د سرچينو عادلانه وېش او د استازيتوب مسئلې پکې تل حساس اهميت لري. په داسې چاپېريال کې که د دولتي سرچينو د وېش په اړه شفافيت موجود نه وي، نو کوچنۍ پرېکړې هم لويې پوښتنې راولاړولی شي. همدا وجه ده چې د بودجوي سپلېمنټونو وروستی وېش يوازې يو مالي يا اداري اقدام نه شي بلل کېدای او نه هم له پامه غورځول کېدای شي.
سياسي او خبري کړۍ په دې باور دي چې د بلوچستان د پخوانيو ورځپاڼو، سيمه ييزو ژبو د مطبوعاتو او هغو رسنيو له پامه غورځول چې له محدودو امکاناتو سره سره د ژورنالېزم څراغ بل ساتلی، ګڼې پوښتنې راولاړوي. پوښتنه دا نه ده چې د هېواد د نورو ښارونو ورځپاڼو ته ولې سپلېمنټونه ورکړل شول، بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې آيا په دې ټوله پروسه کې کومه روښانه، عادلانه او د حساب ورکولو وړ تګلاره موجوده وه او که نه؟
