پاکستان ۲۳ جون ۲۰۲۶

د ایران او امریکا د مذاکراتو راتلونکی پړاو سخت دی خو وروستی تړون ممکن دی، اسحاق ډار

(وېب نیوز)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو راتلونکی پړاو به سخت وي، خو وروستی او بشپړ تړون لا هم ممکن دی. هغه عرب رسنیو ته په مرکه کې وویل چې پر لبنان د اسرائیلي بریدونو د مذاکراتو بهیر اغېزمن کړی، خو د سفارتي هڅو وروسته تخنیکي خبرې بیا پیل شوې دي. د هغه په وینا پر ایران لګېدلي بندیزونه به سمدستي لرې نه شي او خبرې د اټومي پروګرام، کنګل شتمنیو او نورو موضوعاتو په اړه روانې دي. اسحاق ډار وویل چې پاکستان د دې ټول بهیر کې د منځګړي رول لوبوي او هېڅ شخصي ګټه نه لري. د هغه په وینا د مذاکراتو لپاره ۳۰ او ۶۰ ورځني مهالویشونه ټاکل شوي او د هرمز تنګي په اړه هم لنډمهاله انتظامات موجود دي. هغه زیاته کړه چې که څه هم راتلونکی پړاو سخت دی، خو د مثبت پرمختګ امکانات شته.