کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان پولیسو ویاند په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکې هغه خبر په کلکه رد کړی چې پکې ادعا شوې وه د زیارت ولسوالۍ ۳۰ پولیسو له خپلو دندو استعفاوې ورکړې دي. د ویاند په وینا، دغه خبر په بشپړ ډول بې بنسټه، له حقیقته لرې او جعلي دی او هېڅ ډول حقیقت نه لري. نوموړي وویل، د زیارت د پولیسو مشر (اېس پي) عبدالمالک هم له دغه خبر څخه ناخبري ښودلې او په څرګنده یې رد کړی دی. د بلوچستان پولیسو له خلکو غوښتنه کړې چې پر ناسمو او غیرمصدقو خبرونو باور ونه کړي او یوازې د رسمي سرچینو له خوا خپاره شوي معلومات معتبر وګڼي.
