اداریه ۱۱ مئی ۲۰۲۶

د چاپي رسنیو او حکومتي پالیسۍ په اړه — د وضاحت اړتیا د وخت مهمه غوښتنه

په بلوچستان کښې د اپرېل په ۱۶مه نېټه د صوبایي کابینې له لوري د مجوزه اېډورټائزمنټ پالیسۍ تر منظورېدو وروسته د مقامي چاپي رسنیو سره تړلو زرګونو کسانو کښې سخته اندېښنه او بې باوري پیدا شوې ده. دا هغه خلک دي چې له لسیزو راهیسې یې د قلم په وسیله د ولس ستونزې، محرومۍ او اجتماعي احساسات تر واکمنو ایوانونو رسول خپل ملي او صحافتي مسوولیت ګڼلی دی. له بده مرغه د نوې پالیسۍ له اعلان وروسته د مقامي اخبارونو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راولاړې شوې دي. په دې لړ کښې د چاپي رسنیو له خوا له حکومتي حلقو سره ګڼ شمېر رابطې وشوې، خو تر اوسه د حکومت له لوري کوم واضح او د ډاډ وړ وضاحت نه دی ورکړل شوی چې له امله یې تشویش نور هم زیات شوی دی۔
بل لور ته د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د صوبې نه بهر د الیکټرانک مېډیا ادارو کښې د کارکوونکو پر ضد د کارروائیو وروسته د بلوچستان اسمبلۍ پر فلور د صحافیانو په حق کښې چې کوم دریځ خپل کړی، هغه د ستاینې وړ اقدام دی۔ وزیراعلیٰ په ښکاره ټکو کښې ویلي دي چې د بلوچستان د صحافیانو سره به زیاتې نه پرېږدي، ټول ایوان د صحافیانو تر څنګ ولاړ دی او مېډیا هاوسونه دې بلوچستان یوازې د کاروباري ګټې له نظره نه ګوري۔ د هغوی دغه دریځ نه یوازې د صحافتي حلقو د احساساتو ترجماني کوي، بلکې دا هم څرګندوي چې حکومت د صحافیانو له ستونزو خبر دی۔
خو اساسي پوښتنه دا پیدا کېږي چې که د الیکټرانک مېډیا د کارکوونکو تحفظ او ستونزې مهمې ګڼل کېږي، نو بیا د بلوچستان مقامي چاپي رسنۍ، چې د لرې پرتو سیمو د ولس یوازینۍ اغېزمنه غږ بلل کېږي، ولې له بې باورۍ او نامعلوم حالت سره مخامخ ساتل کېږي؟ حقیقت دا دی چې په بلوچستان کښې مقامي اخبارونه یوازې یو کاروبار نه، بلکې یو ټولنیز، فکري او جمهوري بنسټ حیثیت لري۔ همدغه اخبارونو د صوبې د سیاسي، ټولنیز او ملي شعور په راویښولو کښې تاریخي کردار ادا کړی دی۔
اوس مهال د صوبې سیاسي او صحافتي مشرتابه د چاپي رسنیو د تحفظ، بجټ او نوې پالیسۍ په اړه تر ډېره په یوه دریځ ولاړ ښکاري۔ په داسې حال کښې د حکومت مسوولیت جوړېږي چې ټول اړوند حلقې په اعتماد کښې واخلي، تحفظات ختم کړي او داسې پالیسي وړاندې کړي چې د مقامي صحافت د کمزورۍ پر ځای د هغې د پیاوړتیا سبب وګرځي۔
که د بلوچستان وزیراعلیٰ د همدې جذبې له مخې د چاپي رسنیو په اړه هم واضح اعلان وکړي او د مقامي اخبارونو د تحفظ، اشتهاري بجټ او پالیسۍ په اړه موجودې اندېښنې لرې کړي، نو له یوې خوا به د زرګونو کورنیو بې باوري او تشویش ختم شي او له بلې خوا به د حکومت او صحافتي ټولنې ترمنځ د اعتماد فضا نوره هم پیاوړې شي۔ دا اقدام به بېشکه د صوبې او هېواد د پراخو ګټو سبب وګرځي، ځکه چې ازاد، قوي او مقامي صحافت د هر جمهوري ټولنې اصلي قوت ګڼل کېږي۔