تازه خبرونه ۱۲ اگست ۲۰۲۶

د ولسي ستونزو د حل لپاره به یوازې اعلانونه نه، بلکې عملي اقدامات کېږي: وزیراعلیٰ بلوچستان

کوټه/ګوادر (وېب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ګوادر ته ورسېد، چې د انتظامي چارواکو له خوا یې هرکلی وشو او د پولیسو چمتو قطعې ورته سلامي وکړه. د ګوادر د سفر پر مهال وزیراعلیٰ د آل پارټیز ګوادر له پلاوي سره وکتل، چې په ترڅ کې یې د سیمې د عمومي وضعیت، د ولسي ستونزو او د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې. د آل پارټیز استازو وزیراعلیٰ د ګوادر د خلکو له ستونزو او غوښتنو خبر کړ او غوښتنه یې وکړه چې د بنسټیزو اسانتیاوو تر څنګ دې د څلورمې درجې د بستونو ټېسټونه او مرکې په سیمه‌ییزه کچه ترسره شي، څو ځايي ځوانانو ته خپل قانوني حقونه ورکړل شي. وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي امر وکړ چې د ګوادر په ګډون د بلوچستان په ټولو ضلعو کې د څلورمې درجې بستونو ټېسټونه په سیمه‌ییزه کچه ترسره او د ضلعوي کوټې له مخې دې د ځايي کسانو ګمارنه یقیني شي. هغه څرګنده کړه چې د هېڅ ځايي امیدوار حق به نه خوړل کېږي او په ګمارنو کې به د وړتیا او ضلعوي کوټې اصول په کلکه عملي کېږي. وزیراعلیٰ د ګوادر د فشریز او ځنګلاتو په محکمو کې د څلورمې درجې بستونو لپاره د غیرځايي کسانو د ګمارنې د شکایتونو نوټس هم واخیست او د پلټنو امر یې وکړ، چې د دې لپاره د وزیراعلیٰ د تفتیش ټیم ته دنده سپارل شوې ده. میر سرفراز بګټي وویل چې دی ګوادر ته د خلکو د ستونزو د اورېدو او د ټولو سیاسي ګوندونو او اړوندو اړخونو سره د مشورې لپاره راغلی او د ولسي شکایتونو او قانوني غوښتنو پر وړاندې به سمدستي اقدامات کېږي. هغه وویل چې د ګوادر د پرمختګ په اړه په هر دور کې دعوې شوې دي، خو اوس به په تېرو شلو کلونو کې د پرمختګ په نوم د لګول شوو وسایلو او د خلکو پر ژوند د هغو د اغېزو هر اړخیزه ارزونه کېږي. وزیراعلیٰ وویل چې د ګوادر پرمختګ باید یوازې په لویو پروژو پورې محدود نه وي، بلکې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه، روغتیا، زده کړې، روزګار او نورې بنسټیزې ښاري اسانتیاوې هم برابرې شي. هغه زیاته کړه چې د ګوادر ځوانانو ته د روزګار زمینه برابرول او ځايي خلکو ته د هغوی قانوني حق ورکول د حکومت مسؤلیت دی. نوموړي ټینګار وکړ چې په سرکاري دندو کې به د ځايي ځوانانو د حقونو ساتنه یقیني کېږي او له هېچا سره به ناانصافي نه کېږي. د ګوادر د پرمختیايي پروژو ګټې باید ځايي خلکو ته ورسېږي، ځکه د پرمختګ اصلي موخه د خلکو د ژوند ښه کول دي. میر سرفراز بګټي وویل چې ګوادر د بلوچستان د پرمختګ مهم مرکز دی او په سیمه کې روان پرمختګ کې باید ځايي خلک برابر شریکان وګرځول شي. حکومت به د ولسي ستونزو د حل لپاره له سیاسي ګوندونو او ځايي استازو سره د مشورې لړۍ روانه ساتي، د پرمختیايي پروژو څارنه، د وسایلو شفاف استعمال او د ولسي ګټو ته به لومړیتوب ورکول کېږي. هغه څرګنده کړه چې د ولسي ستونزو د حل لپاره به یوازې اعلانونه نه، بلکې عملي اقدامات کېږي.