کوټه (وېب نيوز)جمعیت علما اسلام نظریاتي پاکستان په پښتني ملي جرګه کې د پراخ ګډون او ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې په بلوچستان کې روانه ناامني، د اساسي حقونو محرومیت، استحصالي اقدامات او اساسي قانوني بحران ته په کتو د جرګې جوړېدل د وخت مهمه اړتیا ده. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولایتي مشر عبدالقاهر خان ودان د ګوند د مشر او د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په لارښوونه د جمعیت علما اسلام نظریاتي پاکستان له مرکزي سرپرست امیر مولانا عبدالقادر لوني سره وکتل او هغه ته یې په پښتني ملي جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه. مولانا عبدالقادر لوني په جرګه کې د پراخ ګډون او ملاتړ اعلان وکړ او ویې ویل چې بلوچستان له روانو ناامنیو او بحرانونو څخه د ژغورلو لپاره د دیني او سیاسي مشرانو یووالی اړین شوی دی. هغه وویل چې د ټولو قومونو د حقونو، سولې، عدالت او خوندیتوب لپاره مبارزه د سیاسي او دیني مشرانو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان له طبیعي سرچینو، سوې ګاز، سیندک، ریکوډک، سکرو او کرومایټ څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو او امتیازاتو په برخه کې سیمهییز خلک له خپلو حقونو محروم پاتې دي. هغه وویل، سره له دې چې اساسي قانون د صوبایي واکمنۍ او پر طبیعي سرچینو د صوبې حق تضمین کړی، خو د بلوچستان خلک لا هم له خپلو بنسټیزو حقونو محروم دي او پر ملي لویو لارو د عامو وګړو او سوداګرو د سر او مال خوندیتوب هم له جدي ستونزو سره مخ دی. مولانا لوني وویل چې د سرحدي سوداګرۍ بندېدو، پر طبیعي سرچینو د واک او د امنیتي پوستو ستونزو د خلکو مشکلات نور هم زیات کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې د پارلمان برلاسي او د دولتي ادارو له خوا د اساسي قانون د حدودو مراعات ضروري دي او د بلوچستان د روان پیچلي بحران د حل لپاره باید ټول سیاسي او دیني مشران سره کښېني او پر ګډه تګلاره هوکړه وکړي.
