کوټه (پ ر) عوامي نېشنل ګوند په یوه ولایتي بیان کې د سوراب ولسوالۍ په ګیدر سیمه کې د شوې بمبارۍ او له امله یې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او پېښه یې د بشري حقونو، انساني ارزښتونو او د ملکي وګړو د خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې بللې ده. په بیان کې ویل شوي چې په هېڅ صورت پر بېګناه او بېوسلې ملکي وګړو برید د منلو وړ نه دی او د ماشومانو، ښځو، سپین ږیرو او نورو بېګناه وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ډېرې اندېښنې وړ دي. عوامي نېشنل ګوند غوښتنه کړې چې د سوراب ګیدر د پېښې دې سمدستي، شفافه او په لوړه کچه قضايي پلټنه ترسره شي، څو اصلي حقایق روښانه، مسؤل کسان معلوم او زیانمنو کورنیو ته عدالت ورکړل شي. په بیان کې ویل شوي چې ترهګري، افراطیت او تاوتریخوالی که د هر لوري له خوا وي، د غندنې وړ دی او د هرې پېښې په پلمه د عامو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کول د منلو وړ نه دي. د دولت او اړوندو ادارو اساسي دنده د خلکو د سر او مال ساتنه، د امن او نظم ټینګښت، د قانون حاکمیت او د وګړو د اساسي حقونو تضمین دی. اې این پي ویلي چې د بلوچستان خلک لا له وړاندې له ناامنۍ او بېباورۍ سره مخ دي او دا ډول پېښې د خلکو وېره او د ناامنۍ احساس زیاتوي، نو حکومت او دولتي ادارې باید د اغېزمنو اقداماتو له لارې امن ټینګ او د خلکو باور بېرته ترلاسه کړي. ګوند ټینګار کړی چې د سولې، ډیموکراسۍ، د اساسي قانون د حاکمیت او بشري حقونو لپاره به خپله سیاسي مبارزه روانه ساتي.
