مقامی ۱۶ اگست ۲۰۲۶

خاران کې د امنیتي ځواکونو استخباراتي عملیات؛ ۷ ترهګر ووژل شول

خاران (ویب نیوز)د بلوچستان د خاران ولسوالۍ په لجې سیمه کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۷ ترهګر وژل شوي دي. امنیتي سرچینې وايي، د عملیاتو پر مهال د فتنه الخوارج سره تړلي یو شمېر ترهګر ټپیان هم شوي دي. امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټنځایونه محاصره کړي او اغېزمنه کارروایي یې ترسره کړې، چې له عملیاتو وروسته په سیمه کې د لټون او پاکولو عملیات هم روان وو. د سرچینو په وینا، د ترهګرو له پټنځایونو څخه پرمختللې وسلې، مهمات او نور جنګي تجهیزات ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې یوه موټرسایکل او دوه موټرې هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه وړي دي. امنیتي سرچینې وايي، وژل شوي ترهګر د باج اخیستنې، تښتونې، هدفي وژنو او ځانمرګو بریدونو د پلان جوړولو په ګډون په بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود. د سرچینو په وینا، د «عملیات ردالفتنه ۳» تر چتر لاندې په بلوچستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د امن او امان د ټینګښت لپاره عملیات دوام لري.