مقامی ۱۶ اگست ۲۰۲۶

د ابراهیم دراني قاتلان دې ونیول شي؛ پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (ویب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ولسوالۍ په خپره کړې اعلامیه کې په قلات کې د شهید ابراهیم دراني (الکوزي) د وژنې دردونکې پېښه په سختو ټکو غندلې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې ابراهیم دراني څو ورځې وړاندې له کراچۍ څخه کوټې ته په لاره و، چې د ډزو په پایله کې ووژل شو او مړی یې د قلات په رودینجو سیمه کې وموندل شو. اعلامیه کې ویل شوي چې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار د ناامنۍ، وژنو، تښتونو، باج اخیستنې او د موټرو د لوټلو پرله‌پسې پېښې د حکومت او قانون نافذوونکو ادارو د سختې ناکامۍ څرګندونه کوي. په اعلامیه کې راغلي چې حکومت د ښاریانو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی او له کوټې څخه تر حب چوکي پورې لویه لار په بشپړه توګه ناامنه شوې او د حکومتي واک له ساحې وتلې ده. پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دغو ټولو پېښو په کلکه غندنه کړې او غوښتنه یې کړې چې د ابراهیم دراني د وژنې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي.