کوټه (ویب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د اګست په ۳۰مه او ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه د کېدونکې پښتون قومي جرګې لپاره تیاریو لړۍ روانه ده. په دې لړ کې د ګوند د مرکزي مرستیال مشر عبدالرؤف لالا په مشرۍ د کوټې ولسوالۍ د صوبايي اجرائیه غړو، ضلعي سیکرټري، مشر مرستیالانو او د څلورو تحصیلونو د سیکرټرانو او مشر مرستیالانو ګډه غونډه د ګوند د مرکزي کمېټې د غړي او پخواني صوبايي وزیر مرحوم سردار رضا محمد بړېڅ د استوګنې په ځای کې وشوه، چې د جرګې په اړه پر بېلابېلو چارو، نظم، ډسپلین، د قومي مشرانو او معززو کسانو ته د بلنو رسولو او نورو انتظاماتو تفصیلي بحث وشو. په غونډه کې د ګوند صوبايي مشر مرستیال سید شراف اغا او نورو مشرانو وویل، چې په کوټه کې د جنوبي پښتونخوا د ولس پښتون قومي جرګه به د قومي دودونو، یووالي، اتفاق او منظم کېدو وسیله وګرځي او د ولس د اوسنیو کړاوونو څخه د خلاصون لپاره به مهم رول ولوبوي. دوی وویل، په جرګه کې باید د جنوبي پښتونخوا او په ځانګړي ډول د کوټې د ټولو قومونو، ولسونو او اقلیتونو استازیتوب شامل وي او دا به یوازې یو دودیزه غونډه نه وي، بلکې د متقابلې مشورې، اتفاق نظر او ګډې پوهې له لارې به د ولس ستونزې راوسپړل شي او د حل لپاره به عملي وړاندیزونه وړاندې کېږي. د جرګې د اعلامیې پر بنسټ به د راتلونکي د خوندي کولو لپاره تګلاره هم جوړه شي. مشرانو وویل، په پښتني قومي دودونو کې جرګې تل د اختلافاتو د خبرو اترو له لارې د حل، د مظلوم د ملاتړ او په ټولنه کې د سولې او ورورولۍ د پیاوړتیا مهم پلیټ فارم پاتې شوی دی. دوی زیاته کړه، نن د پښتنو ولس له ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخ دی، نو یوه باوقاره، استازیتوب کوونکې، جدي او سولهییزه جرګه کولی شي د ولس ګډې ستونزې راوسپړي او د عملي حل لارې ورته وړاندې کړي. د جرګې له لارې به د سولې، تعلیم، روزګار، روغتیا، بنسټیزو اسانتیاوو، برېښنا، ګاز، پاکو اوبو، سوداګرۍ او د ولس د امنیت په برخو کې ګډ لومړیتوبونه وټاکل شي. مشرانو د پښتون قومي جرګې په اړه پر ټولنیزو رسنیو روانه منفي تبلیغاتي کمپاین د افسوس او غندنې وړ وباله او له ټولو ملي، سیاسي، جمهوري، پوه، قومپالو، وطنپالو او دیموکرات ولسونو یې وغوښتل چې د دغه کمپاین برخه نه شي، بلکې د جرګې په تیاریو او بریا کې خپل رول ادا کړي. د ګوند د مشرانو په وینا، د ولس د ګډو ستونزو د حل لپاره ټول اړخونه په یوه مېز راټولول او ولس متحد او منظم کول به د جرګې اصلي بریا وي.
