د جنوبي پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له څه مودې راهیسې د وژنو، وسلوالو کسانو د تګ راتګ او د ولس د امنیت په اړه د اندېښنو پېښې په ډېرې اندېښمنوونکې بڼه زیاتې شوې دي. د مسیلخ په غرنیو سیمو کې له ځینو پېښو وروسته د ځايي خلکو د پېژندپاڼو د کتنې راپورونه، او د سې شنبې په ماښام د دولنګي سیمې ته څېرمه د سیګي ترین د ځايي اوسېدونکو او وسلوالو کسانو ترمنځ نېغ په نېغه نښته او وروسته په غرنیو سیمو کې د ډزو لړۍ، دا څرګندوي چې وضعیت نور یوازې د عادي امنيتي ستونزې تر کچې محدود نه دی پاتې. له بلې خوا، د صوبې دننه د پښتنو ټرانسپورټ د تګ راتګ د درولو، موټرو ته د زیان رسولو او موټر چلوونکو د په نښه کولو پېښې هم مخې ته راځي، چې له امله یې سوداګریز فعالیتونه، روزګار او د خلکو تګ راتګ لا زیات اغېزمن کېږي. که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، اغېزې به یې یوازې تر څو ولسوالیو محدودې پاتې نه شي، بلکې د ټولې صوبې پر اقتصادي او ټولنیز چاپېریال به ناوړه اغېز وکړي.
د دې وضعیت تر ټولو د اندېښنې وړ اړخ دا دی چې په پښتني سیمو کې د سوداګرۍ، روزګار او مزدورۍ لپاره راغلو کسانو په نښه کول نه یوازې سیمه ییز امنیت زیانمنوي، بلکې د هېواد په نورو برخو کې د مېشتو پښتنو پر وړاندې د کرکې او غبرګون لامل هم کېدای شي. همدارنګه د پښتنو ټرانسپورټ، موټر چلوونکو او سوداګریزې طبقې په نښه کول داسې غبرګون رامنځته کولی شي چې بیه به یې عام او بې ګناه خلک ورکوي. د ناتایید شویو معلوماتو له مخې، د سیګي ترین، اڅکزي، سید کاکړ او نورو قومونو ځوانانو د خپلو پخوانیو اختلافاتو د شا ته پرېښودو او د وسلوالو عناصرو پر وړاندې د ګډ دریځ په اړه سلا مشورې کړې دي. که په سیمه ییزه کچه د وسلوال غبرګون لړۍ پیل شي، نو وضعیت به لا پېچلی او خونړی شي. دولت باید په دې پړاو کې په ځانګړې توګه ډاډ ترلاسه کړي چې ولس د قانون د خپل لاس ته اخیستلو ته اړ نه شي.
د بلوچستان حکومت لپاره اوس د یوازې د بیانونو وخت نه دی، بلکې سمدستي، بې پرې او اغېزمنو عملي اقداماتو ته اړتیا ده. په حساسو سیمو کې د امنیت د ټینګښت، د لویو لارو او ټرانسپورټ د خوندیتوب، د موټر چلوونکو او مسافرو د سر او مال د ساتنې او د وسلوالو عناصرو پر وړاندې د قانون له مخې د اقدام لپاره باید روښانه تګلاره عملي شي. له دې سره باید له ځايي قومونو، سیاسي ګوندونو، ټرانسپورټي ټولنې او ځوانانو سره په مشوره داسې د سولې او امنیت نظام رامنځته شي چې دولت او ولس یو د بل پر وړاندې نه، بلکې یو د بل ساتونکي وي. نن که ټرانسپورټ درول کېږي، موټر چلوونکي په نښه کېږي، مزدوران وژل کېږي او ځوانان د خپل دفاع لپاره د وسلې پورته کولو په اړه فکر کوي، نو دا یوازې څو جلا پېښې نه دي؛ بلکې د یوه راتلونکي ستر بحران د رامنځته کېدو زنګ دی. د راتلونکي غوښتنه دا ده چې د دې خطر زنګ په جدي توګه واورېدل شي، ځکه چې کله سوله له لاسه ووځي، بېرته راوستل یې تل ډېره لوړه بیه لري۔
